ولسمشر دافغانستان  له یو شمیر سیاسي او  جهادي مشرانو سره لیدنه وکړه

څو ورځې وړاندې د چهارشنبې په ورځ ( د لوې په ۱۸ نیټه ) ولسمشر غني د افغانستان له سیاسي او جهادي مشرانو سره لیدنه ترسره کړه .
د خاورې میانه خبري اژانس د خبر له مخې : د ولسمشرۍ ماڼې د ویاندوې د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي ویلې چې په ملي او نړیوالو مهمو موضوعاتو د جهادي او سیاسي مشرانو  سره د مشورتي ناستو  په سلسله ، ولسمشر غني د څو ورځو په اوږدو کې په ترتیب سره له استاد محمد کریم خلیلي ، استاد عبدالرب رسول سیاف ، انجینر ګلبدین حکمتیار ، استاد محمد دمحقق او له فضل هادي مسلم یار سره په جدا جدا ډول په ارګ کې لیدنې ترسره کړې دي .
مرتضوي وړاندې ویلي دي چې د دا ډول لیدونو سلسله به ادامه ولري .
همدارنګه یو شمیر ناتیید شوي راپور ونه وایې حکومت د خپل کار د تداوم په هڅه کې دی او د همدې موضوع په اړه د افغانستان  له سیاسي او جهادي مشرانو سره لیدنې کړي دي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *