د کرنې وزارت ۱۲ نوې څړې خونې جوړوې چې هره څړه خونه به د ۵۰۰ ټنه حاصلاتو د ساتلو ظرفیت ولري

د کرنې او مالدارې وزارت مسولین وایې چې د غه وزارت په ۱۳۹۷ مالي کال کې د ۹ ملیارده ۴۵۰ میلونه انکشافي بودیجه د توسعې پروژو د طبیق له پاره لري ، چې له دې څخه یو لومړیتوب یې د تجارتي او ولایتي څړو خونو جوړول دي تر څو میوه جات او سبزیجات په کې وساتل شي چې هدف یې دبزګرانو او باغدارانو د اقتصادي سطحې لوړل دي . د کرنې وزارت دې هدف ته د رسیدو له پاره د ۱۲ نو ولایتي څړو خونو د جوړولو په هڅه کې دی ، چې هر یوه څړه خونه د ۵۰۰ ټنه زراعتي محصولاتو د ساتلو ظرفیت لري .
د کرنې او مالدارې وزارت ویاند اکبر رستمي دحکومت د اطلاعاتو او د رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل : ( د باغدارې د سکتورو د پیاوړ کیدو ، بلاخصوص د میوه جاتو او سبزیجاتو د خرابیدو د مخنیوی په موخه ،په پام کې لرو تر څو په ۱۳۹۷ مالي کال کې یو شیمر نوې څړې خونې جوړې کړو ، د نومړي په خبره متاسفانه په تیر وخت کې د څړو خونو جوړیدو ته کمه پاملرنه شوې ده . په ۱۳۹۲ کال کې د کرنې وزارت د ۸ تجارتي څړوخونو چې هر یو ۵ زره ټنه ظرفیت لري په کابل ، هرات ، بلخ ، ننګرهار ، کندهار او کندز کې پیل کړ . مګرپنځه کالو وروسته د قرارداد خلاف ، د کارونو ځنډیدل ، د کارنه کول او د کارونو کمی ترسره شو تر دې چې دغه قراردادونه څه وخت مخکې له منځه ولاړل )
د کرنې د وزارت ویاند وویل چې نن سبا د هیواد مهمه اړتیا د کرنې په برخه کې د سړو خونو جوړول دي او اوس مهال دغه وزارت هڅه کوي تر څو د ۸ نوو څړو خونو ډیزاین نهایې کړي تر څو د مالي کال په دوهمه ربع کې د جوړیدو چارې رسمآ پیل شي .
رستمي همدا راز وویل ( د کرنې او مالدارې وزارت پلان لري چې د ۱۳۹۷ کال په پسرلي کې د ۱۲ بابه ولایتي څړو خونو ، چې هره یوه به د ۵۰۰ ټنه موادو د ساتلو ظرفیت ولري په غزني ، پروان ، کاپیسا ، تخار ، فراه ، نیمروز ، میدان وردګ ، لوګر ، فاریاب ، او په پکتیا ولایتونو کې یې د جوړیدو کارونه پیل کړي . همدا مهال د دغو څړو خونو قراردادونه اعلان ته تللي دي . ) یاد ولایتونه د زیاتو میوه جاتو او د بریښنا د لرلو له مخې ټاکل شوي دي .
د کرنې وزارت ویاند تاکید وکړ چې د ۸ تجارتي او ۱۲ ولایتي څړې خونې د ۶۵ ملیون ډالرو په ارزښت ، ټاکل شوي تر یوه بل کال پورې مجموعآ ۲۰ تجارتي او ولایتي څړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي . دغه څړې خونې تر یوه حده د هیواد د میوه جاتو او سبزیجاتو د خرابیدو مخنیوی کوي او د تازه میوو د وارداتو د زیاتیدو باعث کیږي . نوموړي وویل : د میوه جاتو د ټولو لو په موسم کې میوه په ډیره ارزانه بیه اخیستل کیږي او ګاونډیو هیوادونو ته صادریږي چې ورورسته بیا د ژمي په موسم کې په څو چنده لوړې بیې سره بیرته هیواد ته را واردیږي ، چې د میوه جاتو د بازار د کنټرول اود هیواد د میوه جاتو او سبزیجاتو د صادراتو دزیاتیدو یوازینې د حل لار د څړو خونو جوړول دي )
د یاد وزارت ویاند همدا راز وویل چې په تیرو څلو رو میاشتو کې د دې وزارت یو له اساسي لومړیتوبونو څخه د پروژو د طبیق دزیات والي تر څنګ مالي او ادارې برخه کې د فساد پروړاندې مبارزه وه .
نوموړي وویل : د کرنې په وزارت کې ۴۴ پروژې موجودې چې پر وړاندې یې اساسي ستونزې چې له جملې څخه یوه هم د ادارو موازی والی دی .
رستمي وویل : موازې ادارې فساد پیداکوونکي دي ، بروکراسي پیدا کوي او په عین حال کې د کارونو په جریان کې سګته ګي منڅ ته راوړي .
له نیکمرغه په تیرو دریو میاشتو کې د موازې ادارو د ادغام پروسه پیل شوې ده او د پروژو د تدارکاتو برخه د تدارکاتو مرکزي ریاست کې مدغم شوې ده . د یو شمیر نور موازې ادارو د ادغام کیدو د بیلګې په توګه منابع بشري ، څارنه ، معلومات او مالي برخه هم په څو راتلوونکو میاشتو کې نهایې کیږي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *