شمالي کوریا په امریکا باندې د اټومي اسلحې د کارولو په صورت کې د نړۍ له نقشې څخه لرې کیږي

د جنوبي کوریا د دفاع وزیر تاکید کړی که چیرته شمالي کوریا د خپلو پرمنختللو اټومي وسلو څخه د جنوبي کوریا او یا هم د امریکا پروړاندې وکاروي . د نړۍ له نقشي څخه به لرې شي .
د خاوری میانه خبري اژانس د خبر له مخې د اسپوتنیک خبري اژانس څخه په اخیستنه د جنوبي کوریا د دفاع وزیر (سونګ یونګ مو ) په دې هکله څرګنده کړې . د شمالي کوریا له لورې د اټومې وسلې کارول په جنوبي کوریا او امریکا باندې به د شمالي کوریا له پاره ځان وژنه وي .
د جنوبي کوریا د دفاع وزیر زیاته کړه : دا چې شمالي کوریا د اټومي وسلو څخه د دې له پاره چې دواړه کوریاګانو د د یوځای کیدو په موخه استفاده کوي دغه ادعا بې بنسټه ده .
نومونړي همدارنګه زیاته کړه د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون تهدیدونه د اټومي وسلو د حملې په تړاو کومه برخه د پروپاګند نه ده او هیڅ عملي اقدام په اخر کې نه لري .
یونګ – مو په عین وخت کې د جنوبي کوریا له دریځ څخه شمالي کوریا سره د خبرو کولو د توسعې ملاتړ کړی دی .
هغه هیله اوښوده چې دا لاره ستونزمنه ده او زیات وخت به په برکې نیسي مګر فکر کوم چې په صبر او حوصلې سره باید دغه لاره طی کړو .
د جنوبي کوریا د دفاع وزیر دغه څرګندونې څو ورخې وروسته د امریکا د دفاع وزیر جیمز ماتیس سره له لیدنې وروسته وکړې .
په دغه غونډه کې د واړو خواو د کوریاګانو د ټاپووزمو د اټومي وسلو په لرې کولو ټینګار او څرګندونې وکړې : د امریکا او د جنوبي کوریا ترمڼخ د رامنځ ته کیدونکې هر یوه درځ به له ماتې سره مخ شي .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *