د امریکا شتون په افغانستان کې ستونزې زیاتې کړې دي

په افغانستان  د امریکا د نظامي شتون څخه   ۱۷ کاله تیریږي چې د تروریزم پروړاندې  مبارزه کوي ، مګر دومره اوږد مهال کې هیڅ دا  سې کومه  واقعي او ګټوره مبارزه د تروریستانو اوپه سیمه کې  د دوې د ملګرو پروړاندې نه ده ترسره شوې .

د امریکا نظامي شتون په افغانستان کې  نه یوازې ، چې د هیڅ ډول تاوتریخوالي مخه یې نه ده نیولې بلکې هره ورځ په دې هیواد کې د تاوتریخوالي او د وینې تویدو لمن پراخه شوې ده .

د امریکا د نوې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په راتګ او په کړنه د امریکا نظامیان بیا هم په دې هیواد کې پاتې شول ، ټرامپ اعلان وکړ چې د امریکا نظامیان به له افغانستان څخه ونه وځي او د لیل یې هم د تروریستي ډلو قدرت ته درسیدو مخ نیوی وښود .

د ټرامپ پر باور له افغانستان څخه د امریکا وتل به دغه هیواد د ۲۰۰۱  د سپټامبر د ۱۱ نیټې څخه دمخکې غوندې د تروریستانو په مرکز به بدل شي .

د واشنګټن پسټ ورځپاڼې په تازه ګی سره  دافغانستان له پاره د ټرامپ د ستراتژې په تړاو لیکلي : ټاکل شوې وه چې د افغانستان په لوبه کې به قوانین د ټرامپ په غوښتنه بدلون وکړي اما ګورو، چې دغې ستراتیژې سرچپه پایله ورکړه ، د امریکا د نظامیانو مرګ ژوبله زیاته شوه ، ملیاردونه ډالره په دې هیواد کې مصرف شول ، مګر د امریکا ستراتیژکه سرمایه د روسې او چین په محاصره کې قرار لري او سله وال طالبان هم د دې په تمه دي چې بهرني نظامیان به دې هیواد څخه و وځي .

امریکایان تاکید کوي چې په افغانستان کې به  د ثبات او قرارۍ له پاره شتون ولري ، خو کوم ثبات ؟

د امریکا شتون په افغانستان د خلک زورول  او اندیښې زیاتوي ، تاوتریخوالي ورځ تر ورځې زیاتیږي ،  د هیواد په مختلفو سیمو کې ځانمرګي بریدونو ، چاودنو او جګړو  خلک ډیر زیات ستړي کړي دي ، د امریکا نوی ستراتیژي د افغانستان له پاره پرته له جنګ جګړو او کړاونو څخه خلکو ته نور څه  نه لري .

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره او  د ۲۰۱۶ کال په تیرو ټاکنو کې ناکامې نوماندې هیلاری کلیتڼون پروینا : د وسله والو طالبانو ډله د امریکا له خوا جوړه شوې ده .نوموړۍ تاکید کوي چې د امریکا نظامیان باید افغانستان پریږدي له دې پرته به په دې هیواد کې جګړه پای ته ونه رسیږي .

له بلې خوا وسله وال طالبان هم په دې تمه دي تر څو  امریکا  خپل نظامیان له افغانستان څخه وباسي ، دوې په دې باور دي چې د امریکا سایستمداران به اخر هم دې پایلې ته ورسیږي  چې هیڅ ارزښت لرونکې ستراتیژیکي هدف د امریکا د نظامیانو شتون ته په افغانستان د یو نامعلوم وخت له پاره وجود نه لري  د دوې د  ټولو هڅو سره چې یو دیموکراتیک نظام رامڼخ ته کړي او په افغانستان کې تر ګټه واخلي ماتې خوړلې ده .

څه موده وړاندې هم د نړیوالو د همکارې د مرکز  ارشد غړې  ( بارنت روبین ) دې ټکې ته اشاره کړې وه ، طالبان نه شي کولای چې خپل هیواد پریږدي ، مګر امریکا کولی شي چې له دې هیواد څخه و وځي او په اخرکې به هم په همدې اقدام ته مجبور کیږي . طالبان په دې باور دي چې امریکا د تیرو  ۱۷ کلونو په جریان کې هیڅ دا سې کومه کړنه د دوې پروړاندې نه ده ترسره کړې او دغه ډله په مکمل ډول په خپل بریالیتوب باور لري .

د وسله والو طالبانو پروینا په افغانستان کې د امریکا د نظامیانو په شتون کې به جګړه پای ته ونه رسیږي او هغه هم تر کوم وخت پورې ؟

په داسې حال کې چې د واشنګټن او کابل تر منځ د امیتي تړون د افغانستان د خلکو له پاره سوله بښوونکی او د ارامې د پاره وه ، خو ولې د دې تړون په لاسلیک کولو سره افغانستان هیڅ ډول قراري او ارامي ونه لیده .

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د دې تړون په نه لاسلیک کولو سره د سیاسي کړیو او  مدني فعالانو له خوا تر نیوکو لاندې هم راغی ، مګر کرزي دغه موضوع رد کړې وه ، کرزي په دې پوه شو چې د دې امنیتي تړون لاسلیک به کومې ورځې د افغانستان خلکو ته راولي .

په همدې حال کې د ولسمشریزو په ټاکنو کې نوماندانو د خپلو کمپاینونو په ترڅ کې دا شعار ګرځولی و چې د بریا په وخت کې به د واشنګټن او کابل تر منځ امنیتي تړون لاسلیک کوي . چې دا شعار د دوې د دې له پاره و ترڅو امریکا ورڅخه ملاتړ وکړي او ولسمشرۍ چوکې ته ورسیږي ، چې دا موضوع هم د امریکا له پاره چندان د پاملرنې وړه نه وه ، ځکه چې امریکا مخکې تر مخکې د خپلې خوښې وړ سړی ټاکلی و ،  د ورستیو ټاکنو تر ترسره کیدو مخکې زلمی خلیلزاد د امریکا د سیاستمدارانو له خوا افغانستان ته را واستول شو ، او د امریکا په خوښه یې په افغانستان کې سیاسې کړنې ترسره کړې ، ورسته له هغه د امریکا د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کری افغانستان ته راغی او ټاکنیزو جنجالونو ته یې د پای ټکی کیښود او د ملي وحدت حکومت یې رامنځ ته کړ .

د وملي وحدت حکومت چې د امریکا د سیاست زیږنده ده ، یو ځلې بیا د اپډیټ او رغونې په حال کې ده ، زلمی خلیزاد چې یو افغان خو امریکایې سیاستمدار دی او د ملې وحدت حکومت د رامنځ کیدونکو څخه یو دی په داسې حال کې افغانستان ته راغلی دی ، چې د ارګ او د بلخ دوالي عطامحمد نور ترمنځ اختلافات د بلخ د والي په یوه نه یوه ډول د بلخ د والي د ګوښه کیدو په اړه رامنځ ته شوي دي .
اوس مهال حالاتو ته په کتنه امریکا تر کومه حده پورې په افغانستان کې په خپل سیاست کې بریالي ده ؟
ایا امریکا د زلمي خلیلزاد په رالیږلو غواړي چې راتلونکې ټول ټاکنې تنظیم او ترتیب کړي ؟
او که یا هم امریکا اراده لري ترڅو افغانستان پریږدي . او د خپلو اولسو کلونو لاسته راوړنې روسې او چین ته پریږدي ؟
خدیجه موسوی

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *