له کردستان څخه د اکسون موبېل تيلي کمپنۍ په شاتګ

څو فعالو تيلي کمپنيو په تېرو دوو کلونو کښې د کردستان له نولسو تيلي مېدانونو لاس واخېستۀ او له دغې سيمې وتلې دي.

په دې مېنځومان کښې د امريکې اکسون موبېل کمپنۍ له شپږو تيلي مېدانونو څخه له دريو يعنې له بېتواته، عربت او قره هنجير تيلي مېدانونو څخه په ناڅاپه توګه په شاتګ کړے دے.

څه موده مخکې د کردستان سيمې د طبيعي زېرمو وزير آشتي هورامي له دغې سيمې سره په خپل موافقه ليک باندې د نه پابندۍ په وجه د کردستان له څو تيلي مېدانونو څخه د اکسون موبېل کمپنۍ د شاتګ د امکان خبر ورکړے ؤ.

تر اوسه د اکسون موبېل کمپنۍ د ناڅاپه شاتګ اصل علت چې آيا د سيمې د تېلو له سطحې او کېفيت سره يا له بهرنيو دباوونو سره تعلق لري معلوم نه دے. البته د کردستان د طبيعي سرچينو او ځواک د کمېشن غړي ريواز فائل له کرديو خبري سائيټ سره په مرکه کښې د تېلي کمپنيو د شاتګ اصلي وجه د تيلي کمپنيو د استحقاقاتو په ادا کولو باندې د کردستان نه پابندي، سيمې له سياسي حالاتو څخه د هغو کمپنيو ويره او په سيمه کښې له دهشتګردو ډلو سره جنګ دے.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *