د فرانسې ولسمشر عراق ته سفر کړی
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2017/01/82370999-71295196.jpg)
د فرانسې ولسمشر عراق ته سفر کړی، ده په دې سفر کې له خپل عراقي سیال فواد معصوم سره لیدلي او په دې هیواد کې یې د خپلو پوځیانو له مرکز څخه هم لیدنه کړې ده، له دې وروسته هولاند د کرد میشته سیمو او کرد وسله والو څخه هم لیدنه درلوده. اوس مهال په عراق کې پنخه سوه فرانسوي سرتیري شتون لري چې د نړیوال ایتلاف په کړۍ کې فعالیت کوي.