په برازيل کي د هغه لسگون تښتيدلو بنديانو پلټني روانې دي کوم چي په يوه بندخونه کي د گډ وډيو له امله په تيښته بريالي شوي

په برازيل کي د هغه لسگون تښتيدلو بنديانو پلټني روانې دي کوم چي په يوه بندخونه کي د گډ وډيو له امله په تيښته بريالي شوي

پوليسو ويلي، د گډوډويو پلان د نوي کال د مراسمو پر مهال د اوږدې مودې لپاره په لاره اچول شوي وو چي په لړ کي يي ځينې بنديان په تيښته بريالي شوي دي

ددې ګډودیو په لړ کې  چې بیسارې ښودل شوې، شپږ پنځوس کسان وژل شوي دي. ددې بندخونې شا خوا سیمې امنیتي ادارو پوښلې  دي او چارواکیو ویلي چې له اوه اتیا تښتیدلو بندیانو څخه څلویښت کسان یې نیول شوي دي. د پولیسو په وینا دا ګډ وډي د نوي کال د مراسمو په لړ کې رامنځ ته شوې.

سرگيو فونتيس- “هرڅه ددې ښکارندویي کوي چې دا پلان د  اوږدې مودې راهیسې په لاره اچول شوی وو بندیانو دا هوډ درلود ترڅو ددوی پلان په نوي کال کې په ښه توګه پلی شي دوی خپلې موخې ته ندي رسیدلي  خو د مجرمانه کړنو محاسبه او نقشه د وړاند وینې وړ نده.”

له دې سره د بندیانو د کورنیو غړي د سړنخونو مخې ته سره را تول شوي ترڅو د هغه بندیانو مړي وپیژني کوم چې د ځینو یې سرونه پرې شوي دي. په دې بندخونه کې شخړې د یکشنبه په ورځ پیل شوې او اولس ساعته یې دوام درلود. له دوه زره دوه نویم کال راهیسې د برازیل په بندخونو کې دا پیښه بیسارې وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *