د فارياب ولايت المار ولسوالۍ دوه مهمې سيمې د طالبانو لاس ته لويدلي دي.

د فارياب ولايت المار ولسوالۍ دوه مهمې سيمې د طالبانو لاس ته لويدلي دي.

 امنيتي مسولينو له دي سره ويلي، ددي نښتي له امله يو زر اته سوه کورنۍ هم د خپلو کورونو پريښودو ته اړشوې،  امنيتي مسولينوزیاته کړې، دوی د المار ولسوالۍ کلابندي پاي ته رسولو خو د تلفاتو د مخنيوي لپاره يي شاتگ کړی دی.

د فاریاب د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر میر امان الله ظافر ویلي، دا سیمې یې د تلفاتو د مخنیوي په موخه وسله والو مخالفینو ته پریښې او سرتیري یې په نورو پوستو کې ځای پر ځای کړي دي. دوی  ویلي، په سلګونه وسله والو طالبانو د المار ولسوالۍ په بیلا بیلو سیمو کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي دي.

د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر په وینا ددوی پر څرخي الوتکې هم برید شوی او مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د فاریاب ولایتي شورا یوه غړي ویلي، دا سیمې تیره ورځ د وسله والو لاس ته ورغلې او دوی د المار ولسوالۍ د بازار تر یوې کیلو متریه رسیدلي دي. ښاغلي قاطع زیاته کړې، له دې سره چې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې چې بهرني وسله والو هم پکې شتون لري، خو له دې سره یې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی دی.

یوې امنیتي سرچینې چې نه یي دي غوښتي نوم یې واخستل شي ویلي، وسله والو طالبانو په مهمو سیمو کې یو شمیر ټانکونه او هاوانونه ځای پر ځای کړي او امنیتي سرتیري په نښه کوي.

په ورته حال کې د المار ولسوال محمد صالح صالح ویلي، په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې یو زر اته سوه کورنۍ خپل هر څه پریښي او نورو سیمو ته کډه شوي دي. ده ویلي اوس مهال دا کډوال د تودو جامو، خوړو او نورو ډيریو ستونزو سره مخ دي. دوی خبرداری ورکړی  که چیرې دې کډوالو ته مرستې را ونه رسیږي نو یو انساني ناورین به رامنځ ته شي خو د فاریاب والي دې سیمې ته د خینې اړینو توکیو او نویو سرتیرو له  استولو خبر ورکړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *