د عراق سامرا سيمي د پودليسو پر دوه مرکزونو د داعش بريد پای ته رسيدلی دی

د عراق سامرا سيمي د پودليسو پر دوه مرکزونو د داعش بريد پای ته رسيدلی دی.  په دي پيښه کې چي عراق ته د فرانسي د ولسمشر د سفر پر مهال تر سره شوی ټول بريدگر وژل شوي دي

د عراق امنيتي مسولینو ویلي، وسله والو بریدګرو پر یوه وخت د پولیسو پر دوه مرکزونو بریدونه کړي خو خپلې موخې ته ندي رسیدلي. د عراق پولیسو تیره ورځ ماښام مهال اعلان وکړ چې دوی اوه تنه بریدګر  چې پر ځانونو پورې یې چاودیدونکي توکي تړلي وو، له منځه وړي دي.

په ورته حال کې اعماق خبري آژآنس چې د داعش پلویتوب کوي، دا ډله یې ددې بریدونو د تر سره کولو مسوله ښودلې ده.

د عراق په سامرا ښار کې دا برید په داسې حال کې تر سره شوی، چې دې ډلې له دوه ورځو راهیسې د عراق په بیلا بیلو سیمو کې د چاودنو په لړ کې له شپیتو ډیر کسان وژلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *