په پاکستان کې زهرجنو شرابو ۲۶ کسان وژلي

په پاکستان کې زهرجنو شرابو ۲۶ کسان وژلي

 دا شراب عیسویانو د خپل مذهبي اختر په ورځ څښلي وو.

د پاکستان د پنجاب ایالت په ټوبه ټیک سینګ کې د زهري شرانو د څښلو له امله ۲۶ کسان وژل شوي دي.

د ټوب ټیک سینګ په مبارک اباد کې یو پولیس افسر محمد ندیم ویلي، له دې شرابو اغېزمن ۴۰ کسان ځايي روغتون ته لېږدول شوي او درملنه یې روانه ده.

نوموړی وايي، د ډیسمبر پر ۲۵ او ۲۶ ځايي عیسویانو د خپل مذهبي اختر د لمنځلو مراسمو کې دا شراب څښلي او کورونو ته ستانه شوي وو.

هغه زیاتوي په ورپسې سهار ۱۱ کسان پاڅېدلی نه شول او د نورو وضعیت خراب و، خو وروسته یې لامل معلوم شو او دوو روغتونونو ته ولېږدول شول.

محمد ندیم دا هم وايي، چې دوو عیسویانو د شرابو راوړلو مسوولیت درلود، په خپله سیمه کې یې موندلي نه و او له بل ځای یې راوړي دي.

د ساجد او شریف په نوم دغه دوه کسان هم د زهري شرابو د څښلو له امله مړه شوي دي.

په سیمه کې له شکمنو کسانو پوښتنې روانې دي او د نیولو لپاره یې چاپې اچول کېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *