په اوۀ ډوله مختلفو غونچه ايزو بمونو سره د يمنيانو قتل عام

د بشري حقوقو څارونکې ادارې په يو نوي رپوټ کښې سعودي عرب د يمن د خلقو په قتل عام کښې د څو ډوله غونچه ايزو بمونو او وسلو په استعمالولو تورن کړ.

د بشري حقوقو څارونکې ادارې وويل، د سعودي په مشرۍ د ائتلاف ځواکونو د دسمبر په  وړومبنيو وختونو کښې د يمن په صعدې سيمې باندې د غونچه ايزو مهماتو لرونکو توغنديو سره حملې وکړې.

د دغه رپوټ له مخې دغه توغندي د برازيل هېواد لخوا جوړ کړې شوي دي او د دسمبر په شږمه نېټه د صعدې د زوړ ښار د انضباط ښارګي په لوري وويشتې شول چې د دغې جنايتکارانه حملې له کبله دوه يمنيان شهيدان او د څو ماشومانو په شمول شپږ تنه زخمي شول.

د بشري حقوقو څارونکې ادارې وويل: دغه حمله د سعودي، برازيل او امريکې لخوا له غونچه ايزو بمونو څخه د استفادې د منعې د نړيوال قانون له لاسليکولو يوه ورځ وروسته وشوه.

د دغې نړيوالې ادارې د رپوټ له مخې له زمکې نه په زمکه باندې د ويشتونکي ASTROS II توغندي باقي پاتې ټوټې د توغندي د لګېد په ځاےکښې موندلې شوې دي.

بحرين او سعودي له برازيل څخه د دا ډول توغندي اخېستي دي.

د بشري حقوقو څارونکې ادارې له برازيله وغوښتل چې د دا ډول توغنديو جوړل او خرڅول دې بند کړي. او د سعودي ائتلاف له غړيو هېوادونو يې هم وغوښتل چې  د داسې وسلو له استعماله دې لاس واخلي.

د دغه رپوټ مطابق د بشري حقوقو څارونکې ادارې او د عفوې نړيوالې ادارې له مختلفو اوۀ ډوله غونچه ايزو بمونو او وسلو څخه د سعودي استفاده ثبت کړې ده چې له زمکې يا هوا څخه ويشتل کيږي. دغه بمونه په برطانيه ، امريکه او برازيل کښې جوړ کړې شوي دي او سعودي ائتلاف د يمن په جنګ کښې د دغو منعې کړې شويو بمونو او وسلو په استعمال اعتراف هم کړےدے.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *