شېخ عيسی قاسم د بحرېن درزېدونکے زړۀ

هغه څه ته چې په دې ورځو کښې په بحرېن کښې رامنځته شول بې پامي نه شو کولې يا د دغو پېښواو د هغو د تاثيراتو که هغه په بحرېن کښې وي او که په سيمه کښې په اساني سره يې ترڅنګه نه شوو تېرېدې.

ځکه چې د بحرېنيانو سوله ايز جلوسونه او احتجاجونه د تمدن او روشنفکرۍ په کمال سره کيږي او کېدې شي د نړۍ د نورو سيمو له ټولو اعتراضونو او احتجاجونو سره فرق کوي. په بحرېن کښې د احتجاجونو پردې شا ته حکيمانه او منطقي رهبري چې په خپلو سوله ايزو طريقو او د هدف په حقانيت باندې  ايمان لري شتون لري

په بحرېن کښې مظاهره کوونکي  د عدل،انصاف، حقدار ته د حق د ورکولو، د مختلفو طبقو او ښاريزو ترمېنځ د امتيازي سلوک نه کولو غوښتنه کوي او کله چې د اوسني رژيم ځواکونو د هغوي په ځپلو لاس پورې کړ، حملې يې پرې وکړې، بدې ردې يې  ورته وويل، د هغوي په حريم يې تيري وکړل، جوماتونه يې ورته ويجاړ کړل ، د هغوي مشران يې په جېلونو کښې واچول خو هغوي بيا يې هم وسلو ته لاس نه کړ او د ښارونو ودانۍ يې ورانې نه کړې ځکه چې د ښار او ښاريزو د سوکالۍ لپاره په سوله ايز ژوند باندې اعتقاد لري.

دغه غوښتنې پوره کېدونکې نه دي او ارامښت ټينګېدونکے نه دے مګر د داسې حکيمانه رهبرۍ او مدبر عقل په شتون سره چې په حق باندې ايمان ولري. دغه رهبر شېخ عيسی قاسم دے چې په حق او د حق په پوره کېدو اعتقاد لري خو په سوله ايزو طريقو سره چې د هېواد او اوسېدونکو سوکالي او ارامښت ګډوډ نه شي.

هغه د بحرېن د خلقو درزېدونکے زړۀ دے چې هېواد ژوندے ساتي او د هغه په رګونو کښې انرجي پوکي او خلقو ته اميد ورکوي چې له ټولو مشکلاتو او سختيو سره د مقابلې توان ولري چې د هېواد د استعمارولو لپاره د لويديځو حکومتونو او په حکومت کښې د هغي د تالي څټو د کوششونو باوجود چې په هره طريقه  کوشش کوي د خلقو تشخص له هغوي نه واخلي.

شېخ عيسی قاسم د دغې سختې لارې په پلي کولو کښې حوصله نه ده بائېللې او هيڅکله د عقلانيت له چوکاټه نه دے وتلے او  تل د هغو خلقو چې د حکومت له ظلمه تنګ راغلي دي نااميدو او ناښادو زړونو ته ښادي بخښي.

حکومت هم د هغه د شناختي کارډ په کېنسلولو او د هغه په کور باندې په حملې سره د دغه درزېدونکي زړۀ د  وژلو، له خلقو څخه د اميد د سرچينې د اخېستلو او د هغوي د ژوند د رګونو د پرې کولو لپاره بې نيجې کوششونه کوي چې دا اقدام د هغوي د پستۍ او تالي څټۍ انتها ثابتوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *