کیدای شي مصر پر سعودي عربستان برید ورکړي

پخواني الجزائري ډېپلومېټ په سعودي باندې د مصري رسنيو پراخې رسانه اي حملې ته په اشارې سره اټکل وکړ چې دغه بحران به بالاخره په سعودي باندې د مصر د فوځي حملې سبب شي.

د العالم  چېنل د وېبپاڼې  فارسي برخې وليکل: پخواني الجزائري سفارتکار محمد العربي زيوت په خپله ذاتي ټوئيټر پاڼه کښې وليکل: ((هغه کسان چې له مالي نظره يې د عبدالفتاح السيسي له کودتا څخه ملاتړ وکړ پکار دي پوه شوي وې چې هغه کس چې د هغه ولسمشر په خلاف چې دې يې د وزير په توګه غوره کړے ؤ کودتا کولې شي نو کېدې شي د هغه کس په خلاف چې دې يې ولسمشرۍ ته ورسوۀ هم کودتا کولې شي او بالاخره مصر به په سعودي باندې فوځي حمله وکړي.))

زيوت زياته کړه: په سعودي باندې د السيسي د عواملو پراخه حمله او د دغه هېواد په خلاف د هغوي لهجه په کامله توګه طبيعي ده او ما له دې دوه کاله مخکې اټکل کړے ؤ او پوهېدم چې دغه کس د فارس خليج د ملګرتيا د شورا د عربو په باره کښې له دې عبارته استفاده کړې ده چې وائي: ((د فارس خليج د څنډې د هېوادونو لپاره پېسې د وريجو د زياتو دانو په شان دي))

د الجزائر دغه پخواني سفارتکار په يو بل پېغام کښې زياته کړه: سعودي واکمنانو په مصر کښې د کودتا د تحريکولو او ترې د مالي مرستې اقدام کړے دے او نن له دې وروسته چې ورسره وابسته عوامل، ارا‌ذل او بدمعاشان يې خائنان ونومول کوشش کوي چې يې راوپرزوي. په دې مېنځومان کښې هم اېتوپيا د مصر د سيال په توګه له موجوده حالته خوشحاله ده.

د دغه سائيټ د رپوټ له مخې د مصر او سعودي تعلقات د هغو اختلافاتو کتونکي دي چې  کله کله دغه اختلافات د دواړو هېوادونو د رسنيو له لارې په ډاګه کيږي. دغه اختلافات د سوريې د بحران او د يمن د بحران او له ترکيې سره د تعلقاتو په شمول د سيمې د ډېرو مهمو بحرانونو په باره کښې د نظرياتو د فرق ښودنه کوي.

يادونه کوي چې الجزائر له سعودي او مصر څخه هيڅ يو سره ښه تعلقات نه لري، سعود يو مرتجع هېواد بولي او په افريقا کښې د نفوذ په سر د سيالۍ په وجه تل له مصر سره تاوتريخوالے لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *