داعش د اسیرشویو ترکي سرتېرو ویډیو خپره کړې ده
داعش د اسیرشویو ترکي سرتېرو ویډیو خپره کړې ده
د اسلامي دولت وسلهواله ډله د سوریې په شمال کې د الباب په سیمه کې له ترکي ځواکونه سره په جګړه کې ښکیل ده.
په امریکا کې مېشته یوه استخباراتي ډله چې د داعش فعالیتونه څاري پرون وویل، دا ویډیو د داعش په یوې اړوند ویبپاڼې کې خپره شوې ده. د دې ویډیو له خپرېدو وروسته په ترکیه کې ټولنیزې رسنۍ تړل شوي دي.
ترکیې تېره میاشت وویل چې په سوریه کې یې له خپلو دوو سرتېرو سره اړیکې پرې شوي دي خو دا روښانه نهده چې دا ویډیو د هماغه دوو ترکي سرتېرو سره اړه لري که نه.
د سوریې د بشري حقونو د څار اداره وايي، د الباب پر سیمه د ترکیې په وروستیو هوايي بریدونو کې ۲۴ ملکیان وژل شوي دي.