د روسي سفير قتل د حلب په وژله کښې د روس د مداخلت او د ترکي د خاموشۍ نتيجه ده
د سعودي عرب سفير وويل: په انقره کښې د ماسکو د سفير وژله د حلب د خلقو په وژله کښې د روس د مداخلتونو او د ترکيې د خاموشۍ نتيجه ده.
د اماراتو د البيان ورځپاڼې د رپوټ له مخې په ابوظهبۍ کښې د سعودي سفير محمد عبدالرحمن البشر په ترکيې کښې د روس د سفير قتل د روس لپاره يو بوږنوونکے ګوزار وبلۀ او دا اقدام يې د حلب د خلقو په وژله کښې د روس د مداخلت او د ترکيې د خاموشۍ نتيجه وبلله
د سعودي سفير په دوام کښې د بشار اسد تر نابودۍ پورې د سوريې د خلقو له انقلاب څخه د سعودي د ملاتړ په دوام باندې په تاکيد سره د روس د سفير د قتل په اړه نړيوال ردعلمونه خندوونکي وبلل او ترکيې ته يې خبردارے ورکړ چې دا اقدام په بهرنيو سياستونو کښې د وروستي بيانظر کولو په وجه اردوغان ته د خبردارۍ يو پېغام دے.