روسيې، ترکيې او ايران د سوريې په هکله يوه هوکړه کړې ده

روسيې، ترکيې او ايران د سوريې په هکله يوه هوکړه کړې ده. په ورته حال کي دولت د حلب په ختيځ کې وسله والو مخالفينو ته د وتلو سپارښتنه کړې، عربي او اروپايي ټولنه هم حلب ته د مرستو رسولو په هکله خبرې کړې دي

نړیوالې سرې میاشتې ویلي په  دې وروستیو کې پنځه ویشت زره کسان له دې سیمې ایستلې دي او دفوعی او کفریا خخه هم خلک امنو سیمو ته استول شوي  دي. په داسې حال کې چې د دولت وسله وال مخالفین له دې سیمو وتلو ته زړه نه ښه  کوي. دولتي سرتیرو دې وسله والو ته خبرداری ورکړی چې ډير ژر د له دې سیمې ووځي او دوی تر نږدې راتلونکې دې سیمو ته ننوځي.

بله خوا د ایران  ترکیې او روسیې بهرنیو چارو وزیرانو ویلي چې په مسکو کې یې د ناستې پر مهال ځینې هوکړې کړې دي چې له مخې به یې په سوریه کې د ستونزو د هواری لپاره ځینې ګامونه پورته کړل شي.

سرگئي لاوروف- “مونږ هیله مند یو چې له درې اړخیزې ناستې وروسته په سوریه کې د ستونزو د هواری او ملکي کسانو سره د مرستې لپاره چتک ګامونه پورته کړل شي له دې سره درې اړخیزه ناسته به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته هم چټکوالی ورکړي.”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *