کونړ ولایت کې د لشکر طیبه ۵ غړي وژل شوي

کونړ ولایت کې د لشکر طیبه ۵ غړي وژل شوي

 د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې تېره شپه د لشکر طیبه کسانو د اسمار_ اسداباد په لاره ماین ښخوو چې په پایله کې یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

هغه وايي چې دغه کسان په سیمه کې د لشکر طيبه د یو مهم قوماندان امان الله کسان دي.

د اسمار ولسوالۍ یو اوسېدونکی وايي چې د سرک پر سر له یوې چاودنې خبر شوي او په دې هم خبر دي چې مرګ ژوبله پکې اوښتې خو مالومه نه ده چې دا وژل شوي او زخمیان څوک دي.

په کونړ کې ولایتي چارواکي ځانونه له دې موضوع بې خبره ګڼي او وايي تر اوسه یې داسې کوم راپور نه دی تر لاسه کړی.

د اسمار ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وايي چې په لرو غرنیو ساحو کې یې بیګا شپه درانه غږونه اورېدلي دي.

د یو بل خبر له مخې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په نتیجه کې شپاړس داعش جنګیالي وژل شوي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین وویل چې دغه بریدونه د عبدال‌خېلو په سیمه کې تېره شپه بې پیلوټه طیارې کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *