په سعودي باندې د جرمني وسلې خرڅول له ترهه ګرۍ څخه ملاتړ دے

د جرمني پخواني وزيراعظم د جرمني لخوا په سعودي عرب باندې وسلې خرڅول له ترهه ګرۍڅخه د ملاتړ په معنا او له بشري حقوقو څخه د دفاع د شعار مخالف چاره وبلله.

ګرهارډ شروډر د جرمني لخوا په سعودي باندې د وسلو د خرڅولو په وجه جرمني له ترهه ګرۍ څخه په غېر مستقيم ملاتړ باندې تورن کړ. د هغه يو  مضمون له مخې چې د هغۀ په رسمي وېبپاڼه کښې په انګرېزۍ ژبه خپور شوے دے شروډر له لويديځو هېوادونو وغوښتل چې د سعودي له فوځي سنبالولو دې لاس واخلي ځکه دغه وسلې بالاخره د ترهه ګرو لاسو ته رسيږي.

د جرمني پخواني وزيراعظم ګرهارډ شروډر چې په هامبورګ کښې د جرمني رين من ټي وي سره مرکه کوله وويل: جرمني په داسې هېوادونو باندې د وسلو د خرڅولو په حال کښې دے چې تل يې د ترټولو زيات ګواښ لرونکې ډلې يعنې داعش په شمول په ټوله نړۍ کښې له دهشتګردۍ او تندلاريتوب څخه ملاتړ کړے دے

هغۀ زياته کړه چې دا چاره له دهشتګردۍ سره د مبارزې اوله بشري حقوقو څخه د دفاع لپاره د کوششونو په اړه د هېواد له شعارونوسره خلاف ده.

هغه وويل: اروپائي هېوادونو ته پکار دي چې د سيکې يوازې يو اړخ ته سترګې نه غړوي. ځکه چې د سيکې د اقتصادي ګټو اړخ ته د هغې د ناامنۍ او بې ثباتۍ اړخ ته ترجيح نه ورکول پکار.

سعودي په اوس حال کښې د اروپا د وسلو اخېستونکے دريم ستر هېواد دے او دا خبره ټول ته پته ده چې د هغو وسلو چې سعودي ته ورکړې کيږي زياتره برخه يې د هغو دهشتګردو لاسو ته رسيږي چې په عراق او سوريې کښې بې ګناه خلق قتل عام  کوي او اروپائي هېوادونو کښې وروستۍ ځان وژونکې حملې هم د هم هغو ګواښونو يوه برخه ده چې دغو ترهه ګرو ډلو د دنيا لپاره رامنځته کړي دي.

شروډر زياته کړه: زما په عقيده مونږ خپله د ځان لپاره کوهے کنلےدے. هغۀ وويل جرمني ته د سوريې د مهاجر راماتېدل هم يو ډول د هېواد لپاره زيان دے او د سوريې جنګ هغو وسله والو ډلو شروع کړ دے چې د سعودي، قطر، اماراتو او نورو هېوادونو په ملاتړ سره غواړي د سوريې ولسمشر راوپرزوي.

هغۀ په آخر کښې وويل: لويديځ ته پکار دي سترګې پرانېزي او د دنيا سخت او پېچلي حالاتو ته سترګې وغړوي او د تشدد پسند ډلو يا د هغوي د ملاتړ هېوادونو له فوځي سنبالښته د مخنيوي لپاره دې اقدام وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *