د فراه ولايت اوسيدونکيو له سياسي نظام، امنيتي سرتيرو او پخلايني له بهير څخه ملاتړ کړی

د فراه ولايت اوسيدونکيو له سياسي نظام، امنيتي سرتيرو او پخلايني له بهير څخه ملاتړ کړی دی

په هغه ناسته کي چي تيره ورځ په دي ولايت کي د چارواکيو او په گډون د خلکو له لوري په لاره اچول شوي وه افغان امنيتي ځواکونه پکي وستايل شول

په دې مراسمو کې چې تیره ورځ د والي محمد آصف ننګ او یو شمیر نورو دولتي چارواکیو په ګډون د خلکو له لوري تر سره شوې وو، ګډنوالو له اوسني سیاسي نظام، افغان امینتي سرتیر او د پخلاینې بهیر ملاتړ څرګنډ کړ. د غونډې ګډونوالو اوسني حالات تر څیړنې لاندې نیولي او د پردیو د چلوټو پر وړاندې یې د امنیتي بنسټونو د لاسته راوړنو ستاینه ورکړه.

د فراه والي محمد آصف ننګ له دې سره چې غونډې ته یې د حکومت د لاسته راوړنو یادونه کړې په پرمختیایي بنسټیزو او نورو برخو کې یې هم خلکو ته مالومات ورکړي دي له دې سره دوی ویلي، افغان ځواکونه په دې بریالي شوي ترڅو خپلو وسله والو مخالفینو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي. دوی په دې ولایت کې د امنیت رامنځ ته کیدل د فراه ولایت د اوسیدونکي کلک ملاتړ له مخې ښودلی او له حکومت یې د خلکو د لا ډیرو همکاریو غوښتنه کړې ده.

له دې سره خلکو هم په دې ولایت کې د پرمختیایي پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې ده. په دې غونډه کې په هیواد کې روانو لویو پروژو ته په نغوتې سره ویل شوي چې دا پروژې د هیواد په ګټه دي او د امنیت او ساتنه یې د هر افغان دنده وشوده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *