د افغانستان د ژغورني لارې عالي شورا پر ناامنيو د نيوکو ترڅنگ په جگړه کې له ښکيلو اړخونو غوښتي ترڅو د خبرو ميز ته سر کښيني

د افغانستان د ژغورني لارې عالي شورا پر ناامنيو د نيوکو ترڅنگ په جگړه کې له ښکيلو اړخونو غوښتي ترڅو د خبرو ميز ته سر کښيني

ددې شورا ريس سيد اکبر آغا ويلي، اسلام د بلني، سولي او امنيت دين دی خو له کلونو راهيسي افغانانو د جگړې دروند، خونړی او ويجاړونکی پيټی پر اوږو وړي.

د افغانستان دژغورنې لارې عالي شورا، پّ هیواد کې سوله او ټیکاو د  دیني مشترکاتو څخه یاد کړي او پر پلي کیدو یې تینګار کړی دی. دوی ویلي، له هرڅه مخکې دین په یوه تولنه کې سوله ایز ژوند ته اهمیت ورکوي  او دا له دیني ارزښتونو څخه شمیرل کیږي چې دول او طالبان باید پرې عمل وکړي. ددوی د سید اکبر آغا په وینا، له کلونو راهیسې افغانان قرباني  ورکوي او د جګړو له امله اقتصادي او کلتوري ظرفیتونه له منځه تللي دي.

له دې سره ددې شورا غړیو ویلي، په افغانستان کې د تپل شوې جګړې ترشا بهرني اسختباراتي کړی لاس لري او دا شوراد اوسني نظام د ویجاړولو په لټه کې نده خو له دې نظام څخه غواړي ترڅو شرعي، اخلاقي او مدني ارزښتونه هم خپل کړي. له دې سره دوی ویلي، د طالبانو پوځي موخې شرعي مشروعیت نلري او د سولې له خبرو سره په ټکر کې دي.

د افغانستان د ژغورنې لارې شورا درې کاله وړاندې د  سید  اکبر آغا په مشرۍ چې د طالبانو د رژیم چارواکی وو رامنځ ته شوې او منځلاری سیاست یې غوره کړی دی. دې شورا د دولت او وسله والو طالبانو ترمنځ د روغي جوړې غوښتنه کړې ده.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *