کیدای شي طالبان سوات ته بیرته را وګرځي
کیدای شي طالبان سوات ته بیرته را وګرځي
طالبان د پښتونخوا په سوات کې له خلکو پيسې غواړي او له دې سره دغې درې ته د هغوى د بيا ورستنېدو په تړاو ويره راټوکېدلې ده.
د روان کال په لومړيو کې په سوات کې د باج غوښتنې او هدفي وژنو له لړۍ داسې څرگندېږي چې طالبان هڅه کوي په دغه سيمه کې د پښې ځاى ومومي.
ورځپاڼه وايي، د ملا اختر په نامه يو قومندان عبدالرحيم ته چې په سيمه کې د سوداگرو د ټولنې مشر دى ويلي و له ١٥ زرو سوداگرو پيسې را ټولې کړي، خو ده ورته د نه ځواب ورکړى و.
له هغه مهال وروسته پوليس د عبدالرحيم ساتنه کوي او کور يې د امنيتي کمرو له لارې څارل کېږي.