په ترکیه کې د وروستیو بمي چاودنو په تړاو نږدې ۲۵۰کسان نیول شوي دي

په ترکیه کې د وروستیو بمي چاودنو په تړاو نږدې ۲۵۰کسان نیول شوي دي

د ترکیې په ١١ ښارونو کې ٢٣٥ کسان د ترهگرۍ او په ټولنیزو رسنیو کې د تروریستي پروپاگند د خپرولو په تور نیول شوي دي.

د دولتي رسنیو رپوټونه وایي چې ترکي مقاماتو وروسته له هغې په دې اقدام لاس پورې کړ چې د کردستان د کارگر گوند نه یوې جلا شوې ډلې د استانبول ښار د ورزشي ستدیوم بهر د بمي حملو مسولیت په غاړه واخیست.

د وروستیو شمیرو له مخې د استانبول په بمي حملو کې ۴۴ کسان وژل شوي او ١۴٩ تنه نور ټپیان شوي دي. د کردي یاغي ډلې له لورې د حملې د مسولیت له منلو وروسته د ترکیې پوځ په یوه اعلامیه کې وویل چې د عراق په شمال کې یې د کردستان د کارگر گوند په هدفونو بمباري کړې ده.

د خلق دموکراتیک گوند چې د کردانو پلوي دی په ترکیه کې دوهم ستر اپوزیسیون گڼل کیږي. ددې گوند یو شمیر مشران د کردستان د کارگر گوند سره د اړیکو د لرلو په تور بندیان شوي دي او محاکمې ته انتظار باسي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *