ولسمشرۍ ماڼۍ په دولتي ادارو کي مصلحتي، سياسي او قومي چلند ردوي

ولسمشرۍ ماڼۍ په دولتي ادارو کي مصلحتي، سياسي او قومي چلند ردوي د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال ويلي، دواړه مشران دفساد له منځه وړلو ته ژمن دي او په دي برخه کي له هيڅ ډول مصلحت څخه کار نه اخستل کيږي

مخکې له دې د فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي وو، په دولتي ادارو :ې مصلحت قوم او ژب پالنې د فساد پر وړاندې مبارزه له ستونزو سره مخ کړې او د حکومتي ادارو فعالیت یې ټکنی کړی دی. دډې ادارې رییس تیره ورځ وویل، له فساد سره د مبارزې په برخه کې پرمختګونه شوي خو دا مبارزه د قوميت او مصلحت له مخې نه وه. ښاغلي فخري ویلي، د فساد پر وړانډې د مبارزې په برخه کې باید  حکومت سیاسي تګلاره رامنځ ته کړي . خو د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال ددې څرګندونو په ردولو سره ویلي په دې برخه کې روڼتیا په پام کې نیول شوې ده. مخکې له دې داداري فساد په هکله یوې نړیوالې اړوندې  ادارې هم افغانستان د فاسد  ترینو هیوادونو په نوم لړ کې ځای کړی وو.

ددې موسسې په ریپوټ کې راغلي وو چې افغانستان ، شمالي کورياي ، سوماليا، انگولا او سویلی سودان  ، له فاسد ترینه پنځو هیوادونو څخه شمیرل کیږي او په دې هیوادونو کې فساد خپلې وروستۍ کچې ته رسیدلی دی.

دډې سازمان په وینا، په افغانستان کې د اداري فساد له امله په میلیونونه مرسته شوې ډالر چې باید ددې هیواد په رغاونه کې لګول شوي وی غلا شوي دي او له دې امله د پخلاینې خبرې هم زیانمنې شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *