په ننګرهار كې د داعش ۷ تنه وسله وال وژل شوي دي

په ننګرهار كې د داعش ۷ تنه وسله وال وژل شوي دي

د هسکې مېنې ولسوالۍ په مريز کنډو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې ۷ داعش وسله وال وژلي دي. د ننګرهار ولايت په هسکه مېنه کې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتكې بريد له كبله ۷ داعش وسله وال وژل شوي دي. د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ له لوري په استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره ورځ ناوخته د هسکې مېنې ولسوالۍ په مريز کنډو سيمه کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې ۷ داعش وسله وال وژلي دي. خبرپاڼه زياتوي، په دغه بريد کې ولسي خلکو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى. داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *