ولسمشر محمد اشرف غني د حضرت محمد ص د مبارک ميلاد په وياړ يو ځل بيا د دولت له وسله والو مخالفينو وغوښتل ترڅو د اسلامي لارښونو له مخې له جگړې لاس په سر او د بين الافغاني سولي له بهير سره يوځای شي

ولسمشر محمد اشرف غني د حضرت محمد ص د مبارک ميلاد په وياړ يو ځل بيا د دولت له وسله والو مخالفينو وغوښتل ترڅو د  اسلامي لارښونو له مخې له جگړې لاس په سر او د بين الافغاني سولي له بهير سره يوځای شي

له دي سره دوی له ديني عالمانو وغوښتل ترڅو د اسلام ريښتينې لاره او ارزښتونه په ډاگه کړي او هغه کسان چي تيروتلي دي خپلو تيروتنو ته يي پاملرنه را وگرځوي

په ولسمشری ماڼۍ  کې نن د حضرت نبي کریم ص له مبارک میلاد څخه نمانځنه وشوه. ولسمشر په دې ناسته کې حضرت محمد ص یوه کاملترینه انسان، د موجوداتو ویاړ وښود او ددی علمي سیره یې په افغانستان کې د سولې او ورور ګلوی  او یوالي بیلګه وښوده

له دې سره دوی ویلي: د حدیبیې سوله چې د مکې د فتحې پر مهال له قریشو سره شوې، ددې ښکارندویي کوي چې حضرت نبي کریم ص د سولې پخلاینې غوښتونکی وو او پّ دې سره یې د خلکو د حقونو او عدالت پلې کولو بنسټ کیښود.

ولسمشر محمد اشرف غني له دې سره وویل، حضرت محمد ص په خپل طیبه حیات  کې له خلکو سره مهربانه وو او د ټولنیز عدالت د پلې کیدو لپاره یې له ظلم، تبعیض او تعصب سره مبارزه وکړه او توحید ته یې د رسیدو شعار سوله او صمیمیت اعلان کړی وو.

له دې سره دوی له ځوانانو وغوښتل ترڅو د ستونزو څخه په تیریدو او له خندونو سره د مبارزې له مخې د  یوالي او اخوت رسۍ ټینګه کړي او په دې برخه کې د ستر پیغمبر په لارښونو او سنتونو عمل وکړي.

نن د څلوارلس سوه اته  دیرشم هجري قمري کال د ربیع الاول دولسمه نیټه ده چې د حضرت محمد ص له مبارک میلاد سره سمون لري. په دې ورځ حضرت محمد ص د وروستي الهي پیغمبر په توګه دې  نړۍ ته سترګې پرانستلې او ټوله نړۍ ددوی په مبارک نور سره روښانه شوه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *