په پاکستان د ميانماري مسلمانو په ملاتړ لاريون شوی دی

په پاکستان د ميانماري مسلمانو په ملاتړ لاريون شوی دی

په دې لاريون کي گډونوالو  له ميانماري مسلمانانو سره د پوليسو او بودايانو پر ناوړه چلند نيوکه کړې ده

نريشن…

لاریون کونکو له ځان سره داسې شعارونه لیږدول چې پکې میانماري مسلمانانو ته د پاملرنې غوښتنه شوې ده.

لاریون کونکو د میانمار دولت پر وړاندې شعارونه ورکول او د مسلمانانو پر وړاندې یې د تاوتریخوالي د بندولو غوښتنه کوله.

د میانمار په لویدیځ کې د راخین ایالت، چې پکې ډيری مسلمانان اوسیږي له دوه زره دولسم کال راهیسې د تاوتریخوالي شاهد پاتې شوی دی. په دې سیمه کې د حکومتي سرتیرو او بنسټپاله بودیانو په تاوتریخوالي کې په لسګونه مسلمانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او په لسګونه زره نور د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي چې اوس مهال په تایلند مالیزیا او اندونزیا په ناوره پنډغالیو کې شپې ورځې تیروي.

دا لږکي مسلمانان له دې شخړو سره له هغه وروسته له پوځي تاوتریخوالي سره مخ شول کله چې د اکتوبر په نهمه ددې هیواد پر پوله ساتو سرتیرو برید وشو او پکې نهه سرتیري ووژل شول.

د رارسیدلو ریپوټونو له مخې اوس مهال په دې سیمه کې مسلمانانو له تیریو  زور او زیاتی سره مخ دي.

د میانمار دولت دې مسلمانانو ته چې ددې هیواد یو اعشاریه یو میلیونه وګړي جوړوي د هیوادوالی امتیاز نه ورکوي او دوی د بنګله دیش غیر قانوني کډوال بولي. په داسې حال کې چې ډيری کسان وایي مسلمانان په دې هیواد کې تاریخي حیثیت لري.

د میانمار مسلمانان په نولسو سوه دوه  اتیایم کال کې د نوي قانون په تصویب سره د میانمار له تابعیت څخه بې برخې شول. د ملګرو ملتونو د اعلان له مخې په میانمار کې مسلمانان هغه لږکي دي چې د نړۍ په کچه له ډير تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

د میانمار دولتي سرتیرو له لوري د مسلمانانو ځورونې نړیوال غبرګونونه را پارولي دي او د میانمار اوسنی مشره آنګ سان سوچي یې له ډیرو فشارونو سره مخ  کړې ده. د پنجشنبه په ورځ نړیوالې ټولنې له سوچي وغوښتل ترڅو په راخین ولایت کې د مسلمانانو ځورونې ته د پای ټکی کیږدي او دوی ته ډآډ ورکړي چې امنیت به یې د دولت له لوري نیول کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *