د سوریې په حلب ښار کې ډيری کسان تری تم دي

د سوریې په حلب ښار کې ډيری کسان تری تم دي

د سوریې د حلب ښار په ختیځ کې په سلگونو هغه کسان چې د سوریې د حکومت د مخالفینو تر ولکې لاندې سیمو څخه وتلي وو، بې درکه شوي دي.

ملگرو ملتونو د جمعې په ورځ د سختې اندیښنې په څرگندولو سره وویل چې ښایي حکومتي ځواکونه له دغو خلکو سره چې د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمو نه وتلي دي، بد چلند وکړي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقوقو د سازمان ویاند روپرت کولویل دا هم ویلي دي چې داسې رپوټونه یې ترلاسه کړي چې د النصره جبهې دوو ملیشه ډلو په تیرو دوو اونیو کې د حلب ښار نامعلومه شمیر کسان تښتولي او وژلي دي. ملگري ملتونه وایي دغه کسان وروسته له هغې وژل شوي چې له وسله والو ډلو څخه یې وغوښتل چې د ملکي وگړو د ژوند د امنیت په خاطر له ښاره ووځي.

له بلې خوا د سوریې حکومتي ځواکونو د پنجشنبې د ورځې راهیسې په حلب ښار کې ځمکنیو او هوایي حملو ته زور ورکړی دی. د رویترز اژانس، عیني شاهدانو او د څار ډلو ویلي دي چې د اسد ځواکونه هڅه کوي چې ټول ښار ونیسي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقوقو ویاند ښاغلي کولویل خبریالانو وویل چې “د حکومت یوې ملاتړې ډلې د شمال نه د حلب د ختیځ په لور پرمختگ کړی او داسې اوازې شته چې د هغو ملکي وگړو سره یې بد چلند کړی چې گواکې د هغوی په اند د وسله والو مخالفینو ملاتړي وو”. هغه وایي داسې رپوټونه هم شته چې د حکومت پلوي قواو نارینه له ښځو او ماشومانو څخه جلا کړي دي.

ښاغلی کولویل وایي “داسې له اندیښنو ډک تورونه هم مونږ ته رسیدلي چې په سلگونو نارینه وروسته له هغې چې د حکومت تر کنترول لاندې سیمو ته راغلي، ورک شوي دي او ددغو کسانو کورنیو د تیرو لسو ورځو راهیسې د هغوی له حاله بې خبره دي.

له بلې خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف د جرمني په هامبورگ ښار کې د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان په غونډه کې خبریالانو ته وویل چې په حلب کې د جگړو د بندیدو په اړه د تیرې ورځې د اعلان برخلاف په دې ښار کې جگړه په “بشپړه توگه” نه ده دریدلې.

ښاغلي لاوروف وویل چې په حلب کې یوې معاملې د رسیدلو لپاره لاهم “ښه چانس” شته په دې شرط چې واشنگټن خپل فکر بدل نه کړي او د دسامبر په لسمه د شنبې په ورځ په ژنیو کې په دې اړه د فني کارپوهانو په غونډه کې گډون وکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د پنجشنبې په ورځ په هامبورگ کې د سرگي لاوروف سره وکتل او له خبرو وروسته یې خبریالانو ته وویل چې هغه مطمین نه دی، خو هیله من دی چې یوه موافقه به ترلاسه شي. هغه زیاته کړه چې د مسکو مشخص غبرگون ته په تمه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *