د عراق په موصل کې درنه جگړه روانه ده

د عراق په موصل کې درنه  جگړه روانه ده او داعش د انځورونو په خپرولو سره  په دي جگړه کې د مقاومت ښکارندويي کړې ده

بله خوا ملگرو ملتونو د عراقي کډوالو لپاره لنډ مهالي ښونځي پرانستلي خو د موصل د کډوالو ديرښت دا بهير هم ستونزمن کړی دی

په موصل کې جګړه دوام لري او د داعش وسله والو د یوه روغتون او پوځي هډې د نیولو خبر ورکړی دی. بله خوا له دې سره چې یونسف د کډوال ماشومانو لپاره د ښونځیو له رامنځ ته کولو خبر ورکړی او په دې ښونځیو کې عراقي ښونکي هڅه کوي ترڅو د ماشومانو فکرونه له جګړې بلې خواته وګرځوي.

مروه وليداحمد”داعش مونږ ته شمیره د مرمیو په حساب سره را زده کوله ویل به یې یوه مرمی  چې له بلې مرمی سره جمع کړو دوه مرمی کیږي  کله ناکله به دوی مونږ ته په ښونځي کې د ډزو زدکړې راکولې او حتی د ډزو کولو اجازه مو درلوده.”

مولد وارفا- “دا یو لنډ مهالی ښونځۍ دی دا مرکز د یونسف په مرسته رامنځ ته شوی  چې زدکړې پکې ورکول کیږي او ځینې مهال هم ادمان پکې کیږي  دې مسایلو ته په اصلي  ښونځیو کې ډيره پاملرنه شوې ده.”

زدکړه سپورت او تفریح هغه موضوعات دي چې په کیږدیو کې د ماشومانو لپاره رامنځ ته شوې خو له دې سره دا ماشومان د خپلو کورنو په لور د بیرته ګرځيدو په تمه دي او د اغیزې لرونکو سیمونو تر شا خ پله راتلونکې ویني چې مالومه نده څه ډول به وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *