د امریکا دفاع وزیر افغانستان ته راغلی

اشتون کارتر وزیر دفاع آمریکا در سفر اعلام نشده به بغداد

د امریکا دفاع وزیر افغانستان ته راغلی

د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر نن د جمعې په ورځ په یو ناڅاپي سفر افغانستان ته راغلی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، چې د امریکا دفاع وزیر اشتون کارتر به نن په ارګ کې د افغانستان د جمهوررئیس محمد اشرف غني سره د کتنې وروسته هغه سره یو ګډ خبري کنفرانس ته وینا هم وکړي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې جمهوررئیس غني او د امریکا دفاع وزیر به د افغانستان او سیمې په امنیتي مسلو سره خبرې وکړي.

د امریکا دفاع وزیر افغانستان ته د خپل نن ورځې د خپل سفر په ترڅ کې په دغه هیواد کې د میشتو امریکایي عسکرو سره هم لیدلي دي.

امریکا په افغانستان کې نهه زره او اته سوه عسکر لري.

د امریکا دفاع وزیر په داسې حال کې افغانستان ته سفر کړی چې ټاکل شوې د بلې عیسوي میاشتې په شلمه د امریکا جمهوررئیس باراک اوباما د امریکا منتخب جمهوررئیس ډونالډ ټرامپ ته واک وسپاري.

تراوسه لا معلومه نه ده چې د امریکا نوی جمهوررئیس به په افغانستان کې په څومره شمیر خپل عسکر وساتي، خو تیره اونۍ د امریکا منتخب جمهوررئیس ډونالډ ټرامپ جمهوررئیس محمد اشرف غني سره په ټیلیفوني خبروویلي وو، چې د افغانستان د امنیتي وضعیت د ارزولو وروسته که اړتیا وي افغانستان سره به خپله امنیتي همکاري زیاته کړي.

همداشان په دغو ټیلیفوني خبرو کې د اامریکا منتخب جمهوررئیس، د افغانستان او امریکا ترمنځ د دواړه اخیزو خبرو د دوام لپاره جمهوررئیس غني ته د واشتنګټن څخه د لیدنې بلنه هم ورکړې وه .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *