د فلسطين په نيول شويو سيمو کي د ښارگوټو رغاوني په هکله د اسرايلي پارلمان لومړنۍ پريکړې

د فلسطين په نيول شويو سيمو کي د ښارگوټو رغاوني په هکله د اسرايلي پارلمان لومړنۍ پريکړې نړيوال غبرگونونه را پارولي دي

که چيرې ددې پارلمان له لوري دا پلان تصويب شي د فلسطين په نيول شويو سيمو کي به د يهوديانو لپاره د ښارگوټو رغاونه قانوني بڼه خپله کړي

د اسرایلي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ددې رژیم  پارلمان ته د ښارګوټو په هکله د تصویب لپاره یو پلان وړاندې کړی او که چیرې د پارلمان له لوري تصویب شي نو قانوني بڼه به خپله کړي.

صهیونیستي پارلمان له دې پلان سره لومړنۍ هوکړه کړې ده. که چیرې دا پلان تصویب شو نو د فلسطینیانو په نیول شویو سیمو  په ځانګړې توګه په باختري تړانګه کې به ددې رژیم له لوري د څلورو زرو کورنو رغاونه قانوني بڼه خپله کړي. فلسطینیان د اسرایلي رژیم دا کړنه نیواک ګري بولي  او د اسرایلو دا ګام پورته کولو یې ګواښونکي ښودلي دي.

احمد طيبي- “د فسلطین په نیول شویو سیمو په ځانګړې توګه  په آمونه کې د ښارګوټو د رغاونې په هکله قانون ګواښونکی دی ددې قانون له مخې د کورنو اصلي څښتنان چې فلسطینیان دي د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کیږي دا مسله ګواښونکې ده او ددوی د عدالت غوښتنې سره مخ کیدای شي.”

عيسي زيد- “په نولس سوه اوه نویم کال کې اسر ایل د لومړي ځل لپاره په آمونه سیمه کې ځای پر ځای شول په لومړیو کې د اوبو ټانکرونو ځای پر ځای کول پیل کړل دوی ویل  چې دا د سیمې خلکو لپاره د اوبو  چمتو کولو په موخه کوي بیا یې وویل چې په دې سیمه کې به یو پوځي مرکز جوړ شي خو له دې وروستته دوی د ښارګوټو په رغاونه پیل وکړ.”

وروستی پلان چې تیره ورځ یې یو شپیته موافقې او یو نهه څلویښت مخالفی رایې ورکړل شوې، په قانون د اوښتو له امله باید درې ځلې د صهیونیستي رژیم په پارلمان کې وڅیړل شي. دې پلان ډيری نړیوال غبرګونونه له  ځان سره درلودل

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *