د ازبکستان په ټاکنو کې شوکت میر ضیایف ګټونکی شو
د ازبکستان په ټاکنو کې شوکت میر ضیایف ګټونکی شو
د ازبکستان صدراعظم شوکت میر ضیایف، د پخواني جمهور رئیس اسلام کریموف له مړینې څخه څو میاشتې وروسته د هغه هیواد د جمهوري ریاست انتخابات وگټل.
د ازبکستان صدراعظم وروسته له هغې د اسلام کریموف د ځای ناستي په توگه مطرح شو چې د هغه هیواد د سنا مجلس د رئیس ملاتړ یې ترلاسه کړ.
د ازبکستان د انتخاباتو مرکزي کمیسیون د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ښاغلي میر ضیایف ٨٨ اعشاریه ٦١ رای گټلي دي.
ښاغلي میر ضیایف چې د انتخاباتو نتیجې یې په ژوندۍ بڼه آنلاین کتلې، خپلو ملاتړو ته وویل چې د هیواد د انتخاباتو نتیجې ښیي چې ازبکستان پر هغې لار درومي چې پخواني جمهور رئیس اسلام کریموف انځور کړې وه.
٥٩ کلن میر ضیایف د ٢٠٠٣ کال راهیسې د کریموف د صدراعظم په توگه دنده ترسره کوله. اسلام کریموف چې د روان کال په سپتامبر کې له مغزي سکتې وروسته مړ شو ٢٧ کاله په پرله پسې توگه د مرکزي آسیا د گڼ نفوسه هیواد ازبکستان مشر و.
میر ضیایف وروسته له هغې د کریموف د ځای ناستي په توگه رامنځ ته شو چې د ازبکستان د سنا مجلس رئیس له هغه څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او په دې توگه ښاغلي میر ضیایف د هیواد د موقتې ادارې مشري په غاړه واخیستله.
ښاغلی میرضیایف د اسلام کریموف له مړینې وروسته د هغه د ښخولو د مراسمو مشري وکړه. هماغه وخت داسې اټکل کیده چې هغه به د هیواد راتلونکی مشر شي، ځکه د تیر شوروي اتحاد د دود له مخې هغه چا چې د هیواد د مشر د جنازې مشري کوله، په عمومي توگه هغه شخص به راتلونکی مشر ټاکل کیده.