روسيې او چين د سوريې په حلب کي د اوه ورځيني اوربند وړانديز ويتو کړ

روسيې او چين د سوريې په حلب کي د اوه ورځيني اوربند وړانديز ويتو کړ

دا وړانديز د ملگرو ملتونو د امنيت شورا له لوري شوی وو   په ورته حال کي د حلب په ختيځ کي دولتي سرتيرو د پرمختگ ادعا کړې  او وسله والو مخالفينو يي له سيمي پر نه وتلو ټينگار کړی دي

په داسې حال کې چې د امینت شورا یو شمیر غړیو له امریکا او بریتانیا له دې وړاندیزه هرکلی وکر خو د چین او روسیې له لوري ویتو شو. پّ ملګرو ملتون کې د روسیې استازي ویلي، دا وړاندیز د امنیت شورا له قوانینو سره په ټکر کې دی ده ویلي باید غړیو ته تر څلور ویشتو ساعتونو وخت ورکړل شوی وی ترڅو دا مسله یې څیړلې وی.

 ويتالي چورکين- “څرنګه چې مونږ پوهیږو، له  دې ډول اوربند څخه د دولت وسله والو مخالفین د پیاړتیا په موخه ګټه پورته کوي دا مسله د ملکي کسانو لپاره ګواښونکې ده او د روسیې فدراسیون له دې ډول اوربند څخه ملاتړ نشي کولای.”

دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي ویلي: روسیه غواړي ترڅو په دې وروستیو کې په حلب کې د سوریې له لاسته راوړنو دفاع وکړي، په داسې حال کې چې ددې شورا یولس نور غړي له دې وړاندیزه ملاتړ کوي. ددې اوربند موخه اړو کسانو ته دمرستې رسول وه.

په ورته حال کې ویل شوي چې د سوریې دولتي سرتیرو د حلب په ختیځ کې ځینې پرمختګونه درلودلي دي او له وسله والو مخالفینو څخه، له سیمې ددوی د وتلو وړاندیز هم د مخالفینو له لوري رد شوی دی. د سوریې پوځ او ددوی ملاتړې هڅې کوي ترڅو له دې سیمې ملکي کسان وباسي.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *