د فلسطين په نيول شويو سيمو کي د ښارگوټو رغاوني په هکله د اسرايلي پارلمان لومړنۍ پريکړې
د فلسطين په نيول شويو سيمو کي د ښارگوټو رغاوني په هکله د اسرايلي پارلمان لومړنۍ پريکړې نړيوال غبرگونونه را پارولي دي
که چيرې ددې پارلمان له لوري دا پلان تصويب شي د فلسطين په نيول شويو سيمو کي به د يهوديانو لپاره د ښارگوټو رغاونه قانوني بڼه خپله کړي
د اسرایلي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ددې رژیم پارلمان ته د ښارګوټو په هکله د تصویب لپاره یو پلان وړاندې کړی او که چیرې د پارلمان له لوري تصویب شي نو قانوني بڼه به خپله کړي.
صهیونیستي پارلمان له دې پلان سره لومړنۍ هوکړه کړې ده. که چیرې دا پلان تصویب شو نو د فلسطینیانو په نیول شویو سیمو په ځانګړې توګه په باختري تړانګه کې به ددې رژیم له لوري د څلورو زرو کورنو رغاونه قانوني بڼه خپله کړي. فلسطینیان د اسرایلي رژیم دا کړنه نیواک ګري بولي او د اسرایلو دا ګام پورته کولو یې ګواښونکي ښودلي دي.
احمد طيبي- “د فسلطین په نیول شویو سیمو په ځانګړې توګه په آمونه کې د ښارګوټو د رغاونې په هکله قانون ګواښونکی دی ددې قانون له مخې د کورنو اصلي څښتنان چې فلسطینیان دي د خپلو کورونو پریښودو ته اړ کیږي دا مسله ګواښونکې ده او ددوی د عدالت غوښتنې سره مخ کیدای شي.”
عيسي زيد- “په نولس سوه اوه نویم کال کې اسر ایل د لومړي ځل لپاره په آمونه سیمه کې ځای پر ځای شول په لومړیو کې د اوبو ټانکرونو ځای پر ځای کول پیل کړل دوی ویل چې دا د سیمې خلکو لپاره د اوبو چمتو کولو په موخه کوي بیا یې وویل چې په دې سیمه کې به یو پوځي مرکز جوړ شي خو له دې وروستته دوی د ښارګوټو په رغاونه پیل وکړ.”
وروستی پلان چې تیره ورځ یې یو شپیته موافقې او یو نهه څلویښت مخالفی رایې ورکړل شوې، په قانون د اوښتو له امله باید درې ځلې د صهیونیستي رژیم په پارلمان کې وڅیړل شي. دې پلان ډيری نړیوال غبرګونونه له ځان سره درلودل