په ژمي کې د ملي اردو پر جلب او جذب کار کیږي
په ژمي کې د ملي اردو پر جلب او جذب کار کیږي
عبدالله عبدالله ویلي، دوامدرې جګړې او د افغان ځواکونو تلفاتو ته په کتو د ژمي په موسم کې د تازه سرتیرو پر جلب او جذب کار کیږي.
ښاغلي عبدالله د وزیرانو شورا غونډه کې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو ته وویل، چې د افغان ځواکونو تلفاتو ته په کتو د ژمي په موسم کې د جلب او جذب مسلې ته زیات پام وکړي.
ښاغلي عبدالله وویل، د امنیت شورا د پریکړې له مخې د افغانستان امنیتي سکتور ته لارښوونه شوې، چې په روان ژمي کې د امنیتي ځواکونو لیکو ته د جلب او جذب پر پروسې زیات تمرکز وکړي.
اجرائیه رئیس وویل “داومدارې جګړې او تلفاتو ته په کتو، په دې برخه کې د امنیتي چارواکو ځانګړې پاملرنه ډیره مهمه ده”.
افغان حکومت په داسې حال کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته پر جلب او جذب ټینګار کوي، چې روان عیسوي کال کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه په بیسارې توګه لوړه شوې ده.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې یا سیګار رپوټ له مخې، د ۲۰۱۶ کال په لسو میاشتو کې ۵۵۲۳ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په وسله والو نښتو او چاودونو کې وژل شوي او دغه راز شاوخوا ۹۶۶۵ نور ټپیان شوي دي.
د ناټو د اټکل له مخې دا مهال د افغان ځواکونو مجموعي شمیره ۳۵۵ زرو ته رسیږي، چې ۱۷۳ زره یې د اردو، ۱۵۴ زره د پولیسو او ۲۸ زره نور یې د سیمه ایزو پولیسو په لیکو کې فعالیت کوي.