په سلګونه دولتي مامورین غیر قانوني لوړ معاشونه اخلي

په سلګونه دولتي مامورین غیر قانوني لوړ معاشونه اخلي

د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې عمومي غونډې ته د دې جرګې د عدلي او قضایي چارو د کمېسیون غړی سرورعثماني فراهي د هغو څه د پاسه ۹۰۰ مامورینو لومړی نوملړ وړاندې کړ، چې له کلونو راهیسې لوړې ډالري تنخواوې ترلاسه کوي.

عثماني وویل، چې د مامورینو دا نوملړ یې د اداري سمون  له ادارې څخه ترلاسه کړی.

د ده پر وینا، دا کسان هم په ناقانونه توګه په دندو ګمارل شوي او هم په ناقانونه توګه له  ټاکل شوي معاش څخه ډیرې پیسې اخلي.

عثماني د بیلګې په توګه وویل، ځینی کسان له دولسم تولګي څخه فارغ شوي، خو په لومړي یا دویم بست مقررشوي، په داسې حال کې، چې د ملکي خدمتونو د قانون له مخې په یادو بستونو کې باید هغه کسان وګمارل شي، چې کم ترکمه تر لېسانس پورې لوړې زده‌کړې ولري.

سرورعثماني همدا ډول وویل، چې یو مامور ته ۸۰۰  سوپرسکیل معاش حواله شوی، خو هغه څو سوه ډالر له دې هم زیات معاش اخلي.

د هغه پر خبره، چې دا په څرګند ډول له قانون څخه سرغړونه ده او مسول کسان باید عدلي او قضایي بنسټونو ته ور وپېژندل شي.

هغه وویل:” د اساسي قانون ۸۱ مې مادې ته په کتوسره ماهیت د موضوع جرم دی او د قانون پر بنسټ باید څارنوالۍ ته حواله شي “

په همدې حال کې یو شمېر وکیلانو وویل، چې دا  نوملړ بشپړ نه دی او او دا لیست د هغو دولتي مامورینو، چې ډالري معاشونه اخلي ایله  ۵ سلنه جوړوي.

دوی غوښتنه وکړه، چې لومړی دې دا ډول مامورینو د نومونو لیست بشپړ شي، په کره توګه دې وڅیړل شي او بیا دې په دې اړه پریکړه وشي.

د ولسې جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي اړوند کمیسیونونو ته دنده وسپارله، چې دا موضوع  په جدي توګه وڅېړي، بشپړ معلومات دې را ټول او بیا دې عمومي غونډې ته وړاندې کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *