روسیه یو شمیر وسله والو ته له حلبه د وتلو اجازه ورکوي

روسیه یو شمیر وسله والو ته له حلبه د وتلو اجازه ورکوي

روسیه غواړي د یوې هوکړې له مخې یو شمیر وسله والو مخالفینو ته اجازه ورکړي ترڅو له حلب څخه ووځي چې په دوی کې به د حلب په جګړه کې د ملکي کسانو ټپیان اوناروغان هم شامل وي.

د بشار اسد دولت وسله وال مخالفین چې د حلب ختیځې سیمې په واک کې لري، ویلي: د دولتي سرتیرو له سختو هوایي بریدونو سره به له سیمې ونه وځي.

نږدې له دریو اونیو راهیسې د سوریې دولتي سرتیرو د حلب ښار د نیولو په موخه عملیات په لاره واچول چې له لړ کې یې تر اوسه یو شمیر سیمې نیولې هم دي.

له دې سره له هغه سیمو په زرګونه ملکي کسان د تیښتې په حال کې دي کوم چې د جګړې له ګواښ سره مخ دي.

حلب د سوریې دوهم لوی ښار شمیرل کیږي او په دې وروستیو کې په جګړه کې د ښکیلو اړخونو ترمنځ د جګړې په ډګر اوښتی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *