روسیه د پیاوړتیا او اروپا دبیلیدو په لور روان دی

روسیه د پیاوړتیا او اروپا دبیلیدو په لور روان دی

د امریکا خصوصي استخباراتي- تحلیلي شرکت ستراتفور په نږدې راتلونکي کې د نړی د جیوپولیتیک حالاتو وړاندوینه کړی. نوموړی شرکت پدی باور دی، چې د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ ټاکل د روسیي سره د «اړیکو د ګرموالی» پیل دی. ددی تحلیل د لیکوال په وینا، کیدای شی چې د امریکا نوې اداره د روسیي په وړاندې دری کلن بندیزونه لغوه کړی. که چیری دا کار وشی نو په پخواني شوروي اتحاد کې به د روسیې نفوذ زیات شی. همدارنګه د اروپايي اتحاديې بیلتون به د روسیي سره مرسته وکړی چې د اقتصادي بحران (چې د اقتصادي بندیزونو او د تیلو د ټيټی بيی له امله منځته راغلی) نه ووځی. ستراتفور زیاتوی، اوس چانس او طالع د روسيې سره مل دی. احتمال لري چې د پخواني شوروي جمهوريتونه به خپل نظر د لویدیځ په اړه بدل کړي: ۱- د مالدوا د نوي ولسمشر سوسیالیست ايګور دودون یقیناً به هڅه وکړی چې روسیې سره اقتصادي اړیکی جوړی کړي. ۲- ګرجستان د ابخازیا او جنوبي اوسیتیا په وړاندی خپل دريځ نرموی. ۳- اوکراین د لوديځ دوامدار ملاتړ نه ډاډمن نه دي او دا به اوکراینی چارواکو پدی اړ کړی چې خپل نظر د مینسک تړون په تړاو بدل کړی. ۴- ازبکستان او اذربايجان پدی هڅه کې دی چې د روسیي نه وسلې واخلی او د روسی کارپوهانو په مرسته خپلی سرتیری وروزي. ددی تحلیل لیکوال دی پایلی ته رسیدلی: «کله چې د امریکا نوی اداره خپل کار پیل کړی او که په اروپايي ټولنه کې درزونه زیات شی، روسیی ته به چانس پیدا شی چې په ډېرو ګاونډيو هېوادونو کې خپل نفوذ زیات کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *