کيدای شي سپينه ماڼۍ پر ايران د لسو نورو کلونو لپاره د بنديزونو پلان تصويب کړي

White House Press Conference, with Ben Rhodes is the Assistant to the President and Deputy National Security Advisor for Strategic Communications and Speechwriting and Deputy Press Secretary Eric Schultz. This is Deputy Press Secretary Eric Schultz,

کيدای شي سپينه ماڼۍ پر ايران د لسو نورو کلونو لپاره د بنديزونو پلان تصويب کړي

د سپينې ماڼۍ وياند د بارک اوباما له لوري ددې بنديزونو د شوني لاسليک څخه په داسي حال کي خبر ورکړی، چي ايران بيا د بنديزونو دوام د  اټومي پلان په هکله له هوکړې سره په ټکر کې بولي

د سپینې ماڼۍ ویاند، اریک شولتز ویلي: داسې تمه ده چې پر ایران تر لسو نورو کلونو د بندیزونو پلان د بارک اوباما له لوري لاسلیک شي. دا بندیزونه چې د ایران د تیلو د پلور او اټومي وسلې ته د لاس رسي په موخه په نولس سوه شپږ نویم کال کې لګیدلي وو، تیره اونۍ د امریکا مشرانو جرګې له لوري وغځول شول خو ددې پلان پلي کیدل د امریکا د ولسمشر لاسلیک ته اړتیا لري او د سپینې ماڼۍ ویاند ویلي کیدای شي دا پلان د اوباما له لوري هم لاسلیک شي.

اريک شولتز- “مونږ په دې آند یو چې پر ایران به بندیزونه اړین نه وي خو له دې سره دا هم وایو چې دا لاسلیک به د اټومي پلان په هکله له ایران سره هوکړه تر اغیزې لاندې را نولي نو له دې مخې په تمه یو چې دا برخه به لاسلیک شي.”

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ددې لاسلیک په غبرګون ویلي، دالاسلیک له ایران ته د لاسلیک شوې هوکړې او د نړیوالو حقوقو پر خلاف دي. د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي ویلي، د نړیوالو حقوقو له مخې امریکا باید د نورو هیوادونو د کورنیو او بهرنیو چارو نه لاسوهنې ته ژمن پاتې شي.

له دې سره د علي اکبر صالحي په ګډون ډیریو ایراني چارواکیو خبرداری ورکړی که چیرې دا بندیزونه پلي شي پر وړاندې به یې جدي غبرګون وښیي.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *