هند او افغانستان د پاکستان ګوښه کولو هڅې کوي

هند او افغانستان د پاکستان ګوښه کولو هڅې کوي

هندوستان ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې چې عنوان یې دی هند او افغانستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله د پاکستان ګوښه کولو ته یو لاس شوي دي، وايي چې نوي ډېلي او کابل نړیوال ټولنې ته د دې پيغام د استولو لپاره چې د سویلي اسیا د نا آرامیو د ستونزو اصلي سرچینه چیرته ده، به هیله ولري چې د آسیا زړه په کنفرانس کې پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله ګوښی کړي.

ورځپاڼه زیاتوي؛ دا چې دوی به څومره وکولی شي د چین په حضور کې دغه هدف تر لاسه کړي د ورځپاڼې د مطلب له مخې ډیره ستونزمنه نه ده.

ورځپاڼې په دغه کانفرانس کې د ګډون لپاره په پام کې ده چې نن د افغانستان ولسمشر اشرف غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ هند ته ورسیږي.

 بریتانوۍ ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې ویل شوي چې د حکومت اړوند سلاکارانو ویلي؛ د شرابو د زیانونو د کمولو لپاره تر ټولو ښه لار داده چې بیه یې لوړه شي.

په انګلستان کې د عامې روغتیا ادارې ویلي په دې کار سره به د هغو کسانو د ژوند په ژغورلو کې مرسته وشي چې د شرابو یا الکولو له امله یې ژوند له خطر سره مخامخ دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *