د حزب الله ډلې ته زیان رسولو دسیسه

د حزب الله ډلې ته زیان رسولو دسیسه

السفیر ورځپاڼه د سوریه له پوځ څخه تازه جلاشوي سرتیري «ابراهیم» له قوله لیکې: ابراهیم چې تازه له د سوريي له بوځ څخه جلا شوی اعتراف کړي چې نوموړي د سوريي آزاده سرتیرو مشرانو څخه وو چې له النصره ترهګریزي ډلې سره یي یوځاي په لبنان کې د پرمختګ پرمهال ګډو عملیاتو کې ونډه درلوده او د لبناني سرتیرو نیولو لپاره یي ګډ عملیاتو ترسره کولو پرمهال ګډه همکاري درلوده.

ابراهیم چې د «ابوالنور» په نامه یی شهرت لري او پيژاندل کیږي اعتراف کړي چې د سوريي آزاده سرتیرو په لبنان کې یوشمیر چادونو کې هم لاس درلود خو یواځي د دوي موخه حزب الله ډلي په نښه کول وو. ابراهیم له دي وړاندي چې له دي ډلي څخه جلاشي په دي ډله کې یي د توپخانه چې دنده پر غاده درلوده وايي: په یوه عملیاتو کې د سعودي عربستان یو افسر چې «ابوجمیل» نومیده او مرستیال یي «ابوعبیده» نومیده او نوموړي ته یي ماموریت ورکړي وو ترڅو د حزب الله ټولي مواضع یا ځایونه په بعلبک لبنان کې په نښه کړي اوماته یی وړاندیز وکړو ترڅوپه دي کار کې له دوي سره مرسته وکړم او په دي کار سره یی ماته ډاډ ګیرنه راکړه ترڅو هرڅومره پیسو اړتیا وي دوي یی کولي شي ورته تضمین کړي. نو له دي مخي ابراهیم او یوشمیر نور سرتیري د سوريي له دي نوم لړ څخه جلاشوی او یواځی د حزب الله ډلي ځایونو په نښه کولو او اړوند تجهیزاتو ترلاسه کولو باندي بوخت شول او هغه وسلي او مهمات چې دوی اړتیا درلوده دغه وسلی او مهمات یی د النصري له تکفیري ډلي څخه وپلورل.

نو له دي سره د «بسام.م» په نامه یوتن سرتیری له نورو همکارانو سره د سوريي له پوځ څخه جلاشول او په لومړي ځل عملیاتو کې يي د النصري ډلي له لوري په ګډه همکاري سره په لبنان کې د حزب الله ډلي ځایونه په نښه کړل.

په ورته حال کې ابولنور ټینګار کوي وايي: ابوجمیل او ابوعبیده دوه تنو سعودیانو چې هغه مهال يي د امریکا له امنیتی سرتیرو سره هم همکاری او ارتباط یا اړیکه درلوده مونږ ته امر وکړو ترڅود چرګانو په یوه فارم باندي برید وکړو.

نوموړي زیاته کړه: د اسرائیلو امنیتی سرویس په دي ګمان وو او ادعا یي کوله ترڅو په دي سپین ډوله وداني کې حزب الله ډیري خپلي وسلی او مهمات ځاي پرځاي کړي دي.

نو له دي مخي د ابراهیم لومړي عملیات دلته پيل کیږي او د بعلبک یوتن اوسیدونکې چې د چرګانو له دي فارم څخه یی ساتنه کوله او د دوي په ګمان په دي لوړپوړه ودانیزه کې یی د حزب الله کسانو ته ډوډي برابره وله لومړي اړیکه د یو نوکیا ډوله موبایل له لوري ونښلول شوه.

«علی.ص» د بعلبک یوتن اوسېدونکې او څوتنو ملګرو یي چې ځانونه ټکسي وانان وپیژندلي وو له دغي سپینی ماڼي څخه انځورونه او انځور داره ویډیو ګاني د حزب الله له ډلي برابره کړي وي او د ابوالنور په واک کې یي وسپارلي.

وروسته له لنډي مودي «علی.ص» مامور شو ترڅو د حزب الله ډلي یو مرکزکې بمب ځاي پرځاي کړي او هغه روښانه کړي او له دي وروسته د یو موټرسایکل په مرسته له سیمې څخه وتښتي.

او د دي موټرسایکل چې نوموړي به په بیړي سره له دي سیمې څخه وتښتوي د النصري ډلي غړي «اسماعیل.غ» وی.

خو دغه عملیات په بریالی توب سره ترسره نشول ځکه بمب چاودنه ونکړه او ابوالنور له علی څخه وغوښتل ترڅو د راتلونکي ماموریت لپاره چې یوه میاشت وروسته ترسره کیږي ځان چمتو کړي.

د دوهمو عملیاتو پرمهال یوتن ساتونکې پردوي باندي شکې کیږي او په پاي کې یي علی د لګن له خوا او اسماعیل د غاړي له مخي ټپي کیږي او د حزب الله سرتیرو له مخي نیول کیږي.

السفیر ورځپاڼه لیکې: دغو دوه عنصرو ترهګرو په محکمه کې ځان پوري شویو تورونه رد کړل او په داسی حال کې چې د دواړو اعترافونه یوشان وو.

دغې لبنانې ورځپاڼې زیاته کړي: ابراهیم هغه تور په اړه چې د ایران یوتن مهندس یي برمته کړي او په دي عملیاتو کې یي لاس درلود انکار وکړو او دغه تور یی بی بنسټه وباله.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *