په جمو او کشمير کي حالاتو عادي بڼه خپله کړې ده

په جمو او کشمير کي حالاتو عادي بڼه خپله کړې ده  او ددې سيمي اوسيدونکي له پنځو مياشتيو ناراميو وروسته خپلو کارونو ته راگرځيدلي دي  په ياده موده کي په دي سيمه کي ديرۍ شخړې او ستونزي رامنځ ته شوې وې

په سرینګر کې هټۍ او پلورنځي پرانستل شوې او خلک د خپلو اړتیاوو د بشپړولو لپاره بازارونو ته راوتلي دي.

په دې سیمه کې هغه واټونه چې په تیرو پنځو میاشتو کې له خلکو تش وو یوځل بیا یې د ګڼې ګوڼې رنګ خپل کړی دی. خلک له دې حالته خوښ ښکاري د هند او پاکستان له حکومتونو یې غوښتي ترڅو د اوربند درنښت ته دوام ورکړي.

عرفان- “اوس له تاوتریخوالي پنځه میاشتې تیرې شوې. له پنځو میاشتووروسته تاسو وینئ چې هټۍ او پلورنځي پرانستل شوي او خلک له خپلو کورونو راوتلي دي. دا ګڼه ګوڼه چې تاسو وینی له دوه ورځيني آرامښت سره رامنځ ته شوې ده.”

د کشمیر په دې  سیمه کې شخړې او تاوتریخوالی د بیلتون غوښتونکو له لوري له لاریونونو وروسته پیل شوې. د هندي پولیسو له تاوتریخوالي ډک چلند له امله سل تنه کشمیریان وژل شوي او شپږ زره نور ټپیان دي او په دې یاده موده کې د ژوندانه عادي چارې له ستونزو سره مخ وې.

له دې سره چې د هندي او پاکستاني سیاسیونو خبردارۍ دوام لري خو له دې سره له تیرې ورځې راهیسې خلکو خپل عادي ژوند ته مخه کړې ده، هندي سرتیرو خپلو ګزمو ته دوام ورکړی او په ښار کې د امنیتي حالت د رامنځ ته  کولو هڅې کوي، دوی د خلکو له غونډو مخنیوی کوي او هر ډول ګام پورته کونې ته یې  چمتوالی نیولی دی.

په کشمیر  کې له نولس سوه اوه څلویښتم کال راهیسې شخړې روانې دي ځکه چې هند او پاکستان دا سیمه د خپلو هیوادونو یوه برخه بولي. دې حالاتو د کشمیریانو پر ژوندانه تر ډيره بده اغیزه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *