له سره کلیمه ووايئ او له سره به نکاح وتړئ

د ننګرهار ځیني قومي مشران وايي داعش دوی ته ویلي چې نکاح له سره وتړي او کلمه هم له سره وویي

د ننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالۍ یو شمېر قومي مشران وايي په بر پچیر سیمه کې یې ۶۵ ولسي پاڅون کونکي لا هم د داعش جګړه مارانو په بند کې دي او دغې ډلې ګواښ کړی چې که یې شرطونه ونه منل شي، هغوی به ووژني.

ددغې ولسوالۍ یو شمېر سپین ږیري د داعش ډلې پسې د بندیانو د خلاصون لپاره په جرګه ورغلي وو، خو د هغوی شرطونه سخت وو.

قومي مشر ملک عزت خان د داعش شرطونه یو په په وویل” یو شرط یې دا و چې په څلورو کسانو باید یو کلاشنکوف او راکټ راکوئ، بل شرط یې داو چې په قومي کچه به مونږ ته څلور پیکاګانې او څلور راکټې راکوئ. بل شرط یې داو چې سل کسان به راکوئ، چې زمونږ سره ګاردان شي. تاسې به له سره کلیمه ووايئ او له سره به نکاح وتړئ.”

د نوموړي په وینا د داعشیانو بل شرط دا دی چې دغه سل کسان به هر ۱۰۰ ورځې وروسته بدلو او پر ځای به یې نوي کسان ورکوي، چې په بدل کې به یې هر سل ورځې وروسته ۱۵-۱۵ بندیان خوشې کېږي چې په څه کم دریو میاشتې کې ټول بندیان ازاد شی.

داعش جګړه مارانو ۶۵ ولسي خلک نیولي دي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *