بهرنیو چارو وزارت چمن کې د پاکستان بیرغ په پورته کولو اعتراض کړی

بهرنیو چارو وزارت چمن کې د پاکستان بیرغ په پورته کولو اعتراض کړی

افغان حکومت د پاکستان له خوا دغه هیواد سره د ګډ سرحد د چمن په سیمه کې د هندوستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي سیمې واګې په څیر د بیرغ د پورته کولو د مراسمو په پیلولو سخت اعتراض څرګند کړی او دغه هیواد څخه یې غوښتي دي چې له داسې اقداماتوچې د دواړو هیوادونو اړیکې لا خرابولی شي ډډه وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې چې نن د جمعې په ورځ خپره شوې د ډیورنډ سرحدي کرښه یوه فرضي کرښه یاده کړې او ویلي دي چې د دغې کرښې په صفري نقطه کې د بیرغ د پورته کولو مراسمو پیل یو تحریک کوونکی اقدام دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دا ډول اقدامات د دواړو هیوادونوترمنځ دمخه شوو تعهداتو خلاف دي.

ښاغلي مستغني وویل ” د افغانستان اسلامي جمهوریت پاکستان ته دا وریادوي چې دا ډول اقدامات په داسې شرایطو کې چې دوه اړخیزې اړیکې په حساس پړاړو کې دي، کولی شي د اړیکو د لا زیات خړپړتیا لامل وګرځي “.

پاکستاني سرحدي ځواکونو د روانې عیسوي میاشتې په اتلسمه په چمن کې د لومړي ځل لپاره د خپل بیرغ د راکښته کولو مراسم ترسره کړل.

که څه هم پاکستان او هندوستان د دواړو هیوادونو په سرحدي سیمه واګه کې هره اونۍ د خپلو بیرغونو د اوچتولو او راښکته کیدو مراسم په منظمه توګه ترسره کوي، خوپه چمن کې دا مراسم چې یوازې پاکستاني لورې له خوا ترسره شول په ۱۹۴۷ کال کې ددغه هیواد د جوړیدلو راهیسې لومړی ځل وو چې پاکستاني سرحدي ځواکونوله خوا ترسره شول.

په چمن کې دغو مراسمو ته د پاکستان د پوځ یو ډګروال ندیم سهیل د وینا پروخت له افغانستان څخه هم وغوښتل چې ورته مراسم دې ترسره کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *