په ننګرهار کې ملي امنيت ۳ تنه داعشيان نيولي دي
په ننګرهار کې ملي امنيت ۳ تنه داعشيان نيولي دي
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال وویل، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو دا درې داعش وسله وال د ښار د څلورمې ناحیې اړوند بېز اکمالاتي سیمه کې نیولي دي.
د امنیې قومندانۍ ویاند دغه راز وایي، چې پولیسو د یو لړ پلټنو پرمهال درې نور کسان هم د یو شمېر جرمونو په تور نیولي او دغه راز یې دوه تنه د تورخم ـ جلال اباد پر لویه لاره د یو کرولا موټر د غلا په تور نیولي دي.
تر اوسه داعش وسله والو د خپلو نیول شویو کسانو په اړه څه نه دي ویلي، خو امنیې قومندانۍ وايي، د داعش د درېیو غړو په شمول ټول نیول شوي کسان تر څېړنو لاندې دي.