د سعودي عربستان پر وړاندي د ایران نفوذ یا شمېر زیاتېدل

د سعودي عربستان پر وړاندي د ایران نفوذ یا شمېر زیاتېدل

سعودي عربستان دامهال په هلال خصیب هغه سیمه چې دامهال خورا حاصل خیزه او منځنیز ختیځ تمدني یا لرغوني سیمه یاده شوی خپل نفوس له لاسه ورکوي او د ده سیال هیواد یعنې ایران نفوذ مخ پرزیاتیدو ده. که څه هم له یوي مودې رادیخواه د ایران پر وړاندې د سعودي عربستان سیاست بدلون کړي خو دغه سرشمېرنه د زیاتېدو پرحال کې ده. په یوشمېر څانګو کې د سعودی عربستان پاتې راتلل دا سبب یا علت په ګوته شوي چې ګویا عربستان په دغو برخو کې پاتې راغلې، او په نورو څانګو یا بخشونو کې د سعودي عربستان بنیادي یا بنسټیز ظرفیت کم والي په نښه کوي او روښانه ده چې سعودي په دغو برخو کې سم چلند ندي ترسره کړي.

سعودي عربستان دخپل نفوس له لاسه ورکولو په درشل کې ده، او بلخواه د لبنان ولسمشریزو ټاکنو ته د میشل عون دریدل په سیمه کې سعودي عربستان یو بل مورچل یا سنګر هم له لاسه ورکوي.

د سعودي عربستان پادشاه له دي وړاندي په عراق کې صدام حسین باندي برید وشې د سعودي په ختیځ لوري کې نفتو شتون درلود چې دغه خبره یوقرن ته رسیږي هغه مهال سعودی او عراق شي دوستانه اړیکې درلودي.

په ۱۹۸۰ کال کې سعودي عربستان او عراق په ایران کې د انقلابي جګړو لپاره یو برابر یا یوشان ښی دوستانه اړیکې غوره کړي وی. ملک فهمد هغه مهال کله چې د عراق او ایران جګړه روانه وه صدام سره لسګونه میلیارده ډالره مرسته وکړه، که څه هم مرستي روانې وي خو عراق تل ځپل کېده. همدا راز فهمد د دي ترڅنګ چې له عراق سره یي خپله هم مرستې کولي نورو ګاونډیو یا خلیج  هیوادونه یي هم دي ته وهڅول ترڅو له عراق سره مرستې وکړي او د دوي یوځاي کېدو په برخه کې یي ښه رول ولوباوه آن تر دي چې د مرستو په درشل کې يي له واشنګټن سره هم اړیکې ټینګې کړي.

همدا شان په ۲۰۰۳ کال کې کله چې امریکا هڅه وکړه په عراق باندي برید وکړي ملک عبدالله داسی ګمان وکړ چې د صدام له منځه تلل په عراق کې پرته د سني مذهبه مشر رامنځ ته کېدل به په دغه هیواد کې لوي ناورین رامنځ ته کړي.

خو سعودي عربستان په دي پوهېدو چې ایران به په عراق کې دغه خلا یا تش ځاي ډیر ژر ډک کړي. سعودي عربستان د دي ترڅنګ چې له عراق سره همکاري پیل کړه خو له شیعه مذهب څخه یي ویره درلوده او په خورا وخت سره په دي وتوانېد چې په عراق کې سفارت پرانیزي او د سفارت لپاره سفیر وټاکې. یوه میاشت وروسته داسي ریپوټونه خپاره شول چې ګویا د سعودي سفیر په عراق کې برمته شوي او تر پيدا کېدو وروسته يي بیرته وغوښت، له هغه مهاله تر دي دمه د دغه پوست لپاره څوک په دنده ندي ګمارل شوي او ډیري هم ګمان کیږي چې دغه پوست به همدا راز خالي پاتې شي.

سعودي عربستان په عراق کې داعش او سوريي کې جګړه کې ونډه واخیسته خو دا ویره لري چې د شیعه ګانو لپاره لاره پرانیستل شي او ایران او عراق سره نیږدي شي. علیرغم داچې عراقي سیاست مداران تل ادعا کوي چې له پرګنیزو یا فرقه یي ډلو څخه ملاتړ نه کوي خو ریاض په دغو وعدو باندي زیات باور نشي کولې.

په داسي حال کې چې سعودی عربستان د سوريي ولسمشر بشار اسد حکومت سرسخت مخالف دي خو له دي وړاندی د پلار يي له نیږدي ملګرو یا متحدینو څخه وو. په ۱۹۹۰ کال کې د مشق د سعودي عربستان په ملاتړ صدام حسین حکومت ړنګېدو لپاره دغه هیواد سره په جګړه کې مرسته وکړه او همدا راز یي په لبنان کې د میشن عون حکومت پرمهال کورني جګړو له منځه وړلو په برخه کې ګډه همکاري درلوده. همدا شان په ۲۰۰۰ کال کې په واشنګټن کې د سعودی عربستان سفیر شاهزاده بندر له (بشار)اسد سره مرسته وکړه ترڅو د خپل پلار قدرت یا ځواک ترلاسه کړي. د سعودي عربستان حمایت د دي لامل شو ترڅو علویانو ته دا وښايي چې اسد یو قدرت من ځواک دي.

بلخواه په ۲۰۱۱ کال کې هغه مهال چې په سوريي کې انقلابي جګړي پيل شوي سعودي عربستان په دي هیواد کې میشت سني مذهبو سره خپلې مرستي پيل کړي.خو دغه مرستي په سمه توګه برنامه ایزه توګه جوړي شوي او له همدي امله د یوشمېر نورو جهادیانو لاس ته هم ورسېدي. هغه مهال بندر د اطلاعاتي سازمان د دي مرستو مشري پر غاړه درلوده او د ده کار له اسد څخه ا خلاصون هڅه وه. د نوموړي په باور که یوشمیر وسلې د نورو کسانو لاس ته هم لویدلي یوه معامله وه.

د سوريي په جګړه کې د ایران ، حزب الله ، او روسانو مداخله د دي لامل شوه ترڅو سعودي عربستان هیلې له خاورو سره یو شي. خو اوس د اسد موضوع یا انتخاب له یوکال وړاندي څخه لا مضبوت شوي. سوريه دامهال له هرچا څخه دامهال ایران او حزب الله ته ډیره نیږدي ده او دوي پوري تړلي ده.

او اوس سعودي عربستان په لبنان کې یوبل شتګ هم تجربه کوي. عون چې هغه مهال د اسد له مخالفینو څخه شمېرل کېده دامهال له هغوي سره ده. له دي څخه بدتره هم دا چې عون دامهال د حزب الله ډیر طرف داره هم دي. له دي سره چې په لبنان کې دوه کاله د ولسمشر څوکې خالي پاتې شوه دامهال یوځلي بیا د عون ولسمشر په توګه ټاکل کېدل په شام کې بادونه راپارولي دی. او اوس د سعد حریري لومړي وزیر پرمخ خورا ستونزي راپورته شوي ځګه چې غواړي د حزب الله په خلاف چې دښمن یي بولي حکومت جوړ کړي.

حزب الله دامهال د سعودي عربستان پر وړاندي لوي ستونزه ګرځیدلي ده. د دي ډلي بریا په لبنان کې د ریاض ګټې له ستونزو سره مخ کړي دي. همدا راز له حوثیانو سره د حزب الله مرستي د سعودي لپاره لوي درد سر رامنځ ته کړي.

د نفوس له منځه وړل هغه لویه ستونزه ده چې دامهال سعودي عربستان ورسره له دغو ستونز له امله مخ شوي. اوس په عراق او لبنان کې د یوشمیر ټولنې راټولول پخپله د سعودي عربستان په ځیان ده. ډیري سنی مذهبه اقلیت دامهال قدرت یا ځواک د شیعه ګانو په واک کې پریږدی. په بله خوا دواړو هیوادونو کې سنی مذهبه مشران د اختلافونو له امله د ویشل کېدو په حال کې دي.

دبوش له لوري جوړه شوي طرحه دامهال د عراق او خپله امریکایانو او سعودیانو منفي ګټي پرځاي پریږدي او دغه لړي لا روانه ده. همدا راز سعودی عربستان د امریکا له ولسمشر سره هم ښی اړیکې نه لري ځکه چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما اجازه ورکړه ترڅو حسنی مبارک له قدرت څخه لري شي. همدا راز له ایران څخه د بندیزونو لري کول بله موضوع ده چې سعودي عربستان یي خواشینې کړي.

همدا شان سعودي عربستان د ایران له لوري یوشمیر تازه تکنالوژی ترلاسه کول هم له ستونزو سره مخ کړي او خواشینی کړي ده. سعودي عربستان دامهال د اسلامی انقلاب په شان سپاه پاسداران نلري چې وکولي شي حوثیانو ته زده کړي وروه ښایي او یا يي هم هغه تکتیکې لاري چې حزب الله ته یی ور زده کړي.سعودي عربستان د قدس سپاه ژنرال قاسم سلیماني په شان کس نلري ترڅو کلونو رادیخواه پټو عملیاتو ترسره کولو دنده پر غاړه واخلي. سعودي عربستان ښه اطلاعاتي شبکه لري خو د سپاه رزم په څیر تجربه نلري ترڅو تري ګټه پورته کړي.

ریاض لکه د تیر په شان له مالیاتو څخه د ابزار په توګه ګټه پورته کوي او تل دا نفت نشي کولي دوي ته ګټه ورسوي او دامهال دغه لاره ستونزمنه شوي ده. همدا شان سعودی عربستان لبنان سره د څومیلیارده ډالرو یوه پروژه هم لغوه کړي ده. د ریاض او تهران ترمنځ شخړه یا جګړه به ښې پایلې له ځان سره ونلري خو اوس ښه وخت دي ترڅو دغو شخړو ته د پاي ټکې کېښودل شي.

ایران به د سیمې ځواکمن هیواد رسېدو ته ونه رسیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *