د امريکا د سياست له بدلون سره به دمشق د ترهگرۍ په برخه کي له واشنگتن سره همکاري وکړي

د ډونالډ ټرامپ په مشری د  امريکا د سياست له بدلون سره به دمشق د ترهگرۍ په برخه کي له واشنگتن سره همکاري وکړي

د سوريې ولسمشر بشار اسد له دي څرگندونو سره د ترهگرۍ پر وړاندې د مبارزې ځانگړي استازي چي امريکايی دی ويلي، د ترهگرۍ پر وړاندي ددوی سياست به د  پخوا په څير وي

د بشار اسد دا څرګندونې، د  ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرامپ له ټاکل کیدو وروسته، امریکا ته لومړنۍ پیغام دی. ده ویلي له دې سره چې دوی د سوریې په هکله د امریکا د سیاست بدلون ته ډیره هیله مندي نلري خو که چیرې دامریکا په سیاست کې بدلون راشي دوی همکارۍ ته چمتو دي.

بشار اسد- “مونږ تر ډيره هیله مند نه یو، ځکه د امریکا اداره یواځې د ولسمشر په لاس  کې نده. امریکا یو شمیر نور کسان او ادارې اداره کوي نو له دې مخې مونږ په دې تمه یو چې تر راتلونکو دوه میاشتو به څه پیښیږي. مونږ تل ویلي چې امریکا باید د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي  او په سوریه کې د ترهګرۍ له ملاتړه لاس په سر شي.”

ښاغلي اسد ایران او حزب الله د سوریې ریښتنې ملګري ښودلي ااو په سوریه کې یې ددوی فعالیت د ترهرګۍ پر وړانډې په مبارزه کې ګټور ښودلی دی. دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرامپ په سوریه کې د امریکا او عربستان پر سیاست کلکه نیوکه کړې، خو د ترهګرۍ پر و ړاندې د مبارزې په برخه کې د امریکا ځانګړې استازي د تیرې تګلارې پر پلي کیدو ټینګار کړی دی.

مک کارگ- “هغه څه چې روښانه دي د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د دواړو نوماندانو له لومړیتوبونو څخه شمیرل کیده  دا مسله د سپینې مآڼۍ په لومړیو کې ځای لري. ځکه چې داعش د ټولو پر وړاندې ګواښ دی او ددې ګواښ پر وړاندې مبارزه به د امریکا له لوري د نړیوال ایتلاف په کړۍ کې دوام ولري.”

بل لور ته د روغتیا نړیوال سازمان په سوریه کې پر روغتیایي مرکزونو د بریدونو غندنه کړې دا په داسې حال کې ده چې په حلب کې پر یوه ښونځي او یوه روغتون هوایي برید شوی چې له ا مله یې د امبولانس یوه چلونکي او دوه ماشومانو په ګډون شل کسان وژل شوي دي.

د روسیې دولت ددې برید ترسره کول رد کړي او اعلان یې کړی چې پّ حلب کې د هوایي بریدونو بندولو ته ژمن دي. د روسیې پوځ ویلي چې له اته ویشتو ورځو راهیسې یې پرحلب هیڅکله هوایي برید ندی تر سره کړی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *