پاکستان د ډيریوپښتنو شناخت کارتونه بند کړي

پاکستان د ډيریوپښتنو شناخت کارتونه بند کړي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي د لسګونه زره هغو مشکوکو کسانو د هویت کارتونه یا پېژندپاڼې یې بند کړي، چې شاید د پاکستان نه وي، خو د پاکستان تابعیت یې اخیستی وي. په دوی کې یې ډېر پښتانه ده.

وزارت تر ډېره دا کار د پاکستان په خیبرپښتونخوا، بلوچستان او قبایلي سیمو کې کړی دی. د پاکستان حکومت وايي ۴۰زره داسې شناخت کارتونه یې تثبیت کړي چې د افغانستان، هند، چین، ایران، سعودي، ازبکستان، مالدیف، برما او عراق وګړو ته جوړ کړل شوي دي.

په دوی کې ډېره اشاره افغان کډوالو ته هم کیږي. داسې راپورونه هم شته چې ښايي په پاکستان کې داسې ډېر افغان کډوال وي چې له کلونو د پاکستان د هویت کارتونه لري.

خو، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر پرویز خټک وايي چې د دغه کار ډېر قربانیان پښتانه دي. ښاغلي خټک رسنیو ته وویل چې دوی د کورنیو چارو له وزارت نه غوښتي چې دا ستونزه ژر تر ژره حل کړي.

په دغو خلکو کې داسې کورنۍ هم شته چې د څلورو کسانو د هویت کارتونه یې بند کړل شوي خو د پنځم غړي کارت یې بیا فعاله دی.

ښاغلي پرویز خټک وویل “د کورنیو چارو وزارت تر ډېره د هغو خلکو د هویت کارتونه بند کړي چې له نوم سره یې خان یا پټان لیکل شوي دي.” خو د قیقه شمېره یې نشته.

په همدې حال کې د ځینو سیاسي ګوندونو مشرانو هم د کورنیو چارو پر وزارت غږ کړی چې دا ستونزه حل کړي. د جماعت اسلامي د ګوند مشر، سراج الحق وايي چې د وزارت د دغه پرېکړې ډېر قربانیان عام وګړي او پښتانه دي.

هغه وايي د داسې کسانو د هویت کارتونه هم بند کړل شوي چې کلونه کلونه یې د حکومت لپاره کار کړی او په خبره یې داسې کسان هم په کې شته چې تقاعد شوي او اوس ورته د تقاعد پېسې نه ورکول کیږي.

پاکستاني مطبوعات وايي د کورنیو چارو وزارت د دغه کار اصلي هدف دا دی چې هغه کسان په نښه کړي چې د پاکستان نه دي، خو د دغه هېواد د هویت کارتونه یې ترلاسه کړي دي.

همدا څو میاشتې د مخه، د طالبانو مشر ملا منصور د پاکستان په بلوچستان کې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، له هغه سره هم د پاکستان د هویت کارت او پاسپورټ و.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت نه دي ویلي چې بند کړل شوي کارتونه به کله او د کومو شرطونو له مخې خلاصوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *