د هاگ جرايمو محکمي په افغانستان کي تر سره شويو جناياتو ته نغوته کړې ده
د هاگ جرايمو محکمي په افغانستان کي تر سره شويو جناياتو ته نغوته کړې ده
له دي سره په دي څيړنه کې د نړۍ په بيلابيلو هيوادونو کي د جناياتو د تر سره کيدو يادونه شوې خو تورنو کسانو ته د سزا ورکولو په هکله څه ندي ويل شوي
دې محکمې په خپل وروستي ریپوټ کې لیکلي: په افغانستان کې د ځینو جنایاتو څیړل چې د دولت وسله والو مخالفینو له لوري تر سره شوي دا محکمې یې د څیړلو صلاحیت لري. له دې سره په دې ریپوټ کې د وسله والو مخالفینو، د حکومت ملي امنیت ادارې پولیسو او په هیواد کې د امریکایي سرتیرو له لوري د جنګي جنایاتو، ربڼونې او ځورونې یادونه شوې ده. همدارنګه په رویپوټ کې دا هم ویل شوي چې دا جنایتونو د پلان له مخې او په لوی لاس تر سره شوي دي.
دې محکمې د تر لاسه شویو اسنادو له مخې ویلي، د دولت وسله والو مخالفینو د دوه زره اوم کال د دسمبر له میاشتې تر دوه پنځه لسم کاله اولس زره ملکي کسان وژلي. په دې ریپوټ کې د افغان حکومت ملي امنیت، ملي پولیسو او سیمه ایزو پولیسو له لوري سرغړونو ته هم نغوته شوې خو دلته بیا په دې ریپوټ کې توپیر دا ښودل شوی چې د حکومتي ادارو له لوري دا جرمونه د پلان له مخې او په لوی لاس ندي تر سره شوي بلکې دا تیروتنې او جنایات فردي دي.