په افغانستان کې د داعش مشر ترامپ لیونی ښودلی دي

په افغانستان کې د داعش مشر ترامپ لیونی ښودلی دي

په افغانستان کې داعش، د ترورستي ډلې مشر ابو عمر خراسانی د امريکا متحده ايالاتو نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونالد ترامپ له عقله ناروغ او ليونی بللی دي. دامطلب رويترز اژانس د دوشنبي په ورځ د نوامبر پر ۱۴ ورکړی دي. « دغه سړی — په بشپړه توګه ليونی دي. دی په مطلقه توګ د مسلمانانو څخه نفرت لري. او موږ کولای شو په زرګونه کسان جذب کړو» — دامطلب نوموړي څرګند کړ. د خبري رسنيو له قوله بنسټپالان اراده لري چې په متحده ايالاتو کې د ولسمشريزو ټاکنو په نتيجه کې چې ډونالد ترامپ بری تر لاسه کړ په خپلو صفوفو کې د نوو کسانو د جذبولو لپاره د يوې وسيلي په توګه کارو اخلي. د اسلامي دولت او طالبانو قوماندانان په دې باور دي: چې د جمهوريت غوښتونکو هغه شعارونه چې مسلمانان نه شي کولای متحده ايالاتو ته سفر وکړي چې د اپخپله په لويديځ کې پر ځوانانو بد اغيز کوي او کيدای شي ددوی له لېکو سره به يو ځای شي. د عراق د شيعه افراطي مشر مقتدا صدر چې رويتر اژانس ئي له قوله خبري کوي وائي «چې هغه د سخت دريځو افراطيانو او منځلارو ترمنځ کوم توپير نه ویني. دی وائي چې د هغه افراطيت پخپل وار سره د افراطيت سبب کيږي». د تاکنيز کمپاين پر وخت ډونالد ترامپ د اسلام پالو پر ضد سختي خبري وکړي. ده ويلي وه « د سخت دریځې اسلامي تروریزم ماتې په دې معنی ده لکه چې مو سړه جګړه وګټله ». خواوس نوې ټاکل شوی ولسمشرټرامپ امريکا ته د ټولو مسلمانانو د ورتګ د بنديزونو په اړه يوڅه نرموالی ښيئ. او وائي چې په موقتي توګه « د هغو مهاجرينو چې تروريزم صادروي » بنديز لګوي. د «اسلامي دولت » مشرخراساني وائي زموږ مشران د امريکا متحده ايالاتو ټاکني څاري خو موږ هيله نه لرله چې امريکائيانو خپل ځانته پخپله قبر کيندلی دي او هغوی داکار وکړ». خراساني د بارک اوباما په اړه وائي چې هغه يو «منځلاری ناسم» کس و، خو له ترامپ څخه ئي توپير په دې کې دي چې هغه «لږ تر لږه د ماغ » درلود.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *