په آلمان کې د ترکیې د ولسمشر پر ضد لاریون شوي
په آلمان کې د ترکیې د ولسمشر پر ضد لاریون شوي
زرګونه کردانو، علویانو او د کردانو پلویانو د جرمني په کلن ښار کې د هغه څه پروړاندې چې د رجب طیب اردوغان “ډیموکراسۍ ضد” سیاستونه بلل شوي لاریون وکړ او پر ترکیې د جرمني د فشار راوړلو غوښتنه یې وکړه.
لاریون کوونکي د شنبې په ورځ (نومبر ۱۲مه) د کلن ښار په مرکزي سړکونو کې راټول شول او د جرمني له لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل او له دولت نه یې وغوښتل چې د ډیپلوماتیک توان په کارولو د ښاغلي اردوغان ګامونه چې ددوی له نظره تېرکال اوړي کې “تر ناکامې کودتا وروسته ځپنې” دي مهار کړي.
د راپورونو له مخې، د کلن پولیسو د یوې ډلې کسانو د خورولو لپاره چې د امنیتي ځواکونو پرلور یې تېږې او بوتلونه غورځول له ډنډې او د مرچو له سپرې کار واخست.
ډېرو لاریون کوونکو خپل مخونه پټ کړي و او له ځان سره انځورونه لېږدول چې د کردستان د کارګرانو ګوند (پي کې کې) سمبول پکې لیدل کېده. ترکیه کې د پي کې کې فعالیت ناقانونه دی.
په جولای میاشت کې د کودتا تر ناکامېدو وروسته د ښاغلي اردوغان دولت له ۱۰۰ زرو ډېر کسان نیولي یا له دندو لرې کړي دي چې په هغو کې سلګونه خبریالان، قاضیان، ښوونکي او د کردانو مشران وو.